منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۴۳ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

“له پنځو زرو زيات زړه سوري ماشومان درملنې ته اړتيا لري “

· ۳ دقیقې لوستل · ۷۵ کتنې

کابل (پژواک ٦ چنګاښ ٩٥): د سرې مياشتې ټولنه وايي چې په تېرو شپږو کلونو کې د پنځه زره هغو ماشومانو درملنه شوې  چې زړونه يې سوري وو، خو اوس هم له پنځه زره زيات په يادې ناروغۍ اخته ماشومان درملنې ته اړتيا لري.

 د سرې مياشتې ټولنې وياند ميرام صداقت پژواک خبري اژانس ته وويل چې په ١٣٨٩ لمريز کال کې پر يادې ناروغۍ د اخته ماشومانو له درملنې راهيسې په ياده اداره کې له لسو زرو زيات ماشومان تشخيص او ثبت شوي دي.

 هغه زياته کړه چې له ياد شمېر څخه يې د پنځه زره کسانو درملنه په وړيا ډول د سرې مياشتې په مالي لګښت ترسره شوې او له دې ډلې يې ډېرى له هېواده بهر په ځانګړي ډول هندوستان ته لېږدول شوي او د ياد هېواد په روغتونونو کې يې درملنه شوې ده.

 صداقت زياته کړه: "سرې مياشتې ته هره ورځ له ٣ تر ٤ ماشومان مراجعه کوي چې له پروګرام سره سم هر کال د درملنې لپاره زر کسان منو، خو ځينې وختونه د بوديجې، امکاناتو او روغتونونو د ظرفيت د محدوديت له امله دغه شمېره له ٩٠٠ تر ٨٥٠ کسانو پورې راټيټيږي.

د سرې مياشتې ټولنې وياند وويل: "هر کال درې ميليون ډالره چې يو ميليون يې د دولت له لوري او دوه ميليونه يې د سرې مياشتې ټولنې  دکورنيو سرچينو لکه (د ايثار ټکټ) له لارې ترلاسه کيږي، د يادو ناروغانو د درملنې لپاره ترې ګټه پورته کېږي."

 د ميرام صداقت د معلوماتو پر بنسټ، په يادې ناروغۍ ډېرى اخته ناروغان له ١٢ کلونو څخه د کم عمر لرونکي دي او د دوى د هر يوه د درملنې لګښت په داسې حال کې چې ناروغي يې ډېره زياته نه وي؛ دوه نيم زره ډالره کېږي، خو که چېرې  ناروغي يې سخته وي نو له هېواده بهر يې درملنه کېږي چې شا وخوا څلور زره ډالره پرې راځي.

 د عامې روغتيا وزارت د معالجوي چارو سلاکار قمرالدين صديقي د يادو شمېرو د منلو ترڅنګ وويل: "د هېواد په داخل کې د سوري زړونو په درملنه کې کومه ستونزه نه لرو، خو درملنه يې په ډېرو کمو روغتونونو لکه د فرانسويانو روغتون او اميري روغتون کې کېږي او دغه اسانتيا به ډېر ژر د کابل په اريانا روغتون کې هم رامنځته شي."

 د هغه په وينا، د عامې روغتيا وزارت د يادو ناروغو ماشومانو د مالي لګښت د تامين په برخه کې رول نه لري، خو په دې اړه خلکو ته عامه پوهاوي د ورکړې په برخه کې کار کوي.

 د کابل په صحت طفل روغتون کې د زړه برخې مسوول ډاکټر محمد اسلم الکوزي پژواک ته وويل، د هغه په باور په ماشومانو کې د زړه د سوري توب ناروغي په افغانستان کې په ډېرېدو نه ده، خو د خلکو د لا ډېر پوهاوي او تشخيصي اسانتياوو د ډېروالي په پايله کې د ډېر شمېر ناروغانو درملنه شوې ده.

 هغه زياته کړه: "د زړه د سوري توب ناروغي يو ډول ولادي ناروغي ده، چې د مور په خېټه کې رامنځته کېږي او له دغې ناروغۍ مخنيوى امکان نه لري، خو د ميندو له لوري د يو شمېر مواردو په پام کې نيول، په جنين کې پر يادې ناروغۍ د اخته کېدو يو څه مخنيوى کوي."

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا