ترينکوټ (پژواک ٦ چنګاښ ٩٥): د اروزګان د عامي روغتیا ریاست چارواکي وايي، له تېرو لسو کلونو راپدېخوا د دې ولايت روغتیایي مرکزونه ۹۶ سلنه په مسلکي ښځینه قابله ګانو او نرسانو سمبال شوي، چې له امله يې د مور او ماشوم په مړینه کې د پام وړ کموالی راغلی دی.
په اروزګان کې د روغتیا په برخه کې د ښځینه ډاکټرانو، مسلکي قابله ګانو او نرسانو کمبود او یا هم نشتوالي د دې ولایت ډېری ښځینه ناروغانې اړې کړې وې، چې ګاونډي ولایت کندهار ته سفر وکړي او یا یې هم ژوند د مرګ له ګوښ سره مخامخ شي.
په دې ولايت کې له تېرو لسو کلونو راهيسې د روغتیايي نرسنګ او قابله ګۍ په برخه کې له بېلابېلو موسسو څخه ۶ دورې ښځې فارغې شوې دي، چي له همدې امله د روغتیایي چارواکو په وینا، د مور او ماشوم د مړینې په کچه کې ټیټوالی راغلی دی.
د اروزګان د عامي روغتیا ريیس ډاکټر خان اغا میاخېل وايي، په یادو شپږو دورو کې ۱۵۰ ښځینه قابله ګانې او نرسانې فارغې شوې دي، چې دغه ډېرى فارغین له تېرو څو کلونو راهیسې د ولایت په مرکز او ولسوالیو کې په دندو ګمارل شوي او له امله یې د زېږون پرمهال د میندو د مړینې کچه ټیټه شوې ده.
نوموړې دغه څرګندونې، نن په دې ولایت کې د ۲۴ ښځينه نرسانو د فراغت پرمهال وکړې، چې د "کورډيټ" په نوم د يوې موسسې په همکارۍ يې زده بشپړې کړې دي.
د هغه په وينا، لا هم په لیرو پرتو سیمو کې د ښځینه ډاکټرانو نه شتون، د دې لامل شوى چې ناروغان ډېرى وخت مرکز او یا هم کندهار ته لېږدول کېږي، خو وایي چې په دې برخه کې یې له مرکزي اداري سره هم خبرې کړې چې هغوى ورسره د دې ستونزې د هواري په برخه کې د مرستو ژمنې کړې دي.
نوموړي وویل، نننو فارغینو دوه کاله زده کړې د نرسینګ په برخه کې وکړې او دا مهال د ټولنې د خدمت لپاره کار کولو ته چمتو شوي دي.
مياخېل زياته کړه، په تېرو څو کلونو کې د ښځینه روغتیایي کارکوونکو د روزنې په برخه کې څو مرکزونو شتون درلود، خو وایي چې په دې وروستیو کې یواځې یو مرکز فعالیت لري او نور مرکزونه د بهرنیو هېوادنو د مرستو لړۍ له بندېدو سره تړل شوي دي.
له بلې خوا هغه ګڼې فارغینې چې نن یې د فراغت په مراسمو کې برخه لرله، وايي چې یواځینۍ غوښتنه یې هم دا ده چې ژر تر ژره په اړوندو روغتیايي مرکزونو کې دندې ورکړل شي او خپلو هېوادوالو ته د خدمت جوګه شي.
له یاد روغتیایې مرکز څخه یوې فارغې نرسې بس بي بي، پژواک خبري اژانس ته وویل چې نوموړې له دهرادود ولسوالۍ څخه دغه روغتیایې مرکز ته راغلې وه او دلته یې دوه کاله زده کړې وکړي.
د دې په خبره، په دغې موده کې له ګڼو ستونزو سره مخامخ شوې او له اړوندو ادارو غواړي، چې دوی ته د کار زمینې په برابرولو کې مرسته وکړي.
هغه وايي، په تېرو دوو کلونو کې یې ډېر څه زده کړي، خو زياتوي، که بیا هم بېکاره پاتې شي، نو تېرې دوه کلنې زده کړې او هڅې به یې بې پایلې وي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










