کابل (پژواک، ١٣ چنګاښ ٩٥): ټاکل شوې ده د دوشنبې په ورځ د افغانستان او سکاټلينډ تر منځ د کرکت لومړۍ يوه ورځنۍ نړيواله لوبه ترسره شي.
د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د چنګاښ په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دوو يو ورځنيو نړيوالو لوبو ترسره کولو په موخه ملي لوبډله تېره اونۍ سکاټلينډ ته رسېدلې ده.
هغه زياته کړه چې د دواړو هېوادونو د کرکټ ملي لوبـډلو تر منځ لومړۍ يوه ورځنۍ لوبه سبا د دوشنبې په ورځ د سکاټلينډ د ايډنبرګ ښار په نړيوال لوبغالي کې ترسره کېږي.
نوموړي وويل چې دا يوه ورځنۍ لوبه د افغانستان پر وخت له غرمې وروسته په دوو بجو پيلېږي.
هوتک وايي چې د دواړو هېوادونو تر منځ دويمه يوه ورځنۍ نړيواله لوبه به د چهارشنبې په ورځ ترسره شي.
ده زياته کړه چې ملي لوبډله له تېرو څو ورځو راهيسې د نوي هندي سر روزنکي لال چند راجپوت سره په تمريناتو بوخته ده.
د نوموړي په وينا، تر سکاټلينډ سياليو وروسته ملي لوبډله ايرلينډ ته ځي او د دغه هېواد له ملي لوبډلې سره پنځه يو ورځنۍ نړيوالې لوبې ترسره کوي.
د کرکټ بورډ وياند وايي چې تر ايرلينډ وروسته ملي لوبډله هالنډ ته ځي او د دغه هېواد له ملي لوبډلې سره به د انټرکانټنينټال کپ سياليو په لړ کې څلور ورځنۍ لوبه ترسره کوي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










