کابل (پژواک، ١٣ چنګاښ ٩٥): د کابل ښار په بازارونو کې د "داعش" په نوم ټوکر پلورل کېږي چې د خپل ډول تر ټولو ګران بيه ټوکر دى، هټۍ وال يې د نومونې په اړه نه پوهېږي، خو زيات پېرونکي لري.
دا ټوکر چې تور رنګ لري، په بېلابېلو طلايي رنګه ګلونو جوړ شوى او تر يو ځايه د داعش وسله والې ډلې بيرغ ته ورته دى.
د کابل د يوولسمې ناحيې د مریم لېسې سيمې د رخت يوه هټۍ وال ثمرګل پژواک خبري اژانس ته وويل چې د داعش په نوم مخملي ټوکر اوس اوس بازار ته راغلى دى.
هغه وويل: ((موږ ګڼ مخملي ټوکر لرو، لکه مخمل ګل، مخمل ګاچ، ساده مخمل او يخکى مخمل، خو د داعش په نوم مخمل مو اوس اوس بازار ته راوړى دى.))
ثمرګل زياته کړه: ((شايد چې دا مخمل به کوريايي يا چينايي وي، له دبۍ واردېږي، هر متر يې ٢٨٠٠ افغانۍ بيه لري، يوه ښځه بايد د يو جوړ جامو لپاره څلور يا پنځه متره ټوکر وپېري.))
دغه هټۍ وال د دغه ټوکر د نومونې او څرنګوالي په اړه وويل: ((نه پوهېږم چې چا به دا نوم پرې اېښى وي، ښايي د رنګ له امله به يې وي چې د داعش بيرغ ته ورته دى او يا هم ښايي چې کوم بل لامل ولري.))
د هغه په خبره، کلونه وړاندې د کمونيستي حکومت پر مهال ځيني نور ټوکرونه لکه ((کاکل احمدظاهر))، ((ناخن نغمه)) دود وو چې پت لرونکي او نرم و او حتى د هندي سينمايي لوبغاړي (کترينا) په نوم چادري ګانې هم راوتلې وې.
د دې سيمې يوه بل هټۍ وال بصير احمد وويل چې د دې نومونې په اړه نه پوهېږي، خو فکر کوي چې د سوداګرو له لوري د زياتې ګټې ترلاسه کولو په موخه پرې اېښودل شوى دى.
هغه وويل: ((نومونه د بهرنيو توليد کوونکو هېوادونو له لوري نه اېښودل کېږي، بلکه په دې کې کار سوداګر لاس لري.))
د پل باغ عمومي يوه هټۍ وال وليد حسين زاده هم وويل چې د داعش ټوکر تازه بازار ته راغلى او زيات پېرونکي لري.
هغه څرګنده کړه چې اوسهال نور ټوکرونه هم شته چې په بېلابېلو نومونو نومول شوي او پلورل کېږي.
وليد وويل: ((ناخن نغمه هم له دې ټوکرونو يو دى چې معمولاً اطرافي مېرمنې يې کاروي او د نغمې د کاليو د بېلګې سره سم ځان ته جامې ګنډي.))
سابو چې منځنى عمر لري او له څو نورو ښځو سره له ګردېز ښار نه کابل ته راغلې، د مريم لېسې په يوه ټوکر پلورنځي کې داعش نومى ټوکر لټوي.
نوموړي د ياد ټوکر د موندلو پر مهال وويل: ((غواړم چې دا ټوکر خپلې ناوې ته واخلم، موږ خپلې ناوې ته تر ټولو ګران بيه ټوکر اخلو، که دا کار ونه کړو، خلک راپورې خاندي.))
دغه ګرديزۍ مېرمنې څرګنده کړه چې د دغه ټوکر پر لوړې بيې سربېره هم د ټوکر مينه وال زيات دي او د سيالۍ له امله نه شي کولى چې له پېرلو يې تېر شي.
د کابل ښار د ټوکر پلورونکو صنف وکيل حاجي سکندر وويل چې سوداګر د جامو زيات رختونه له هند، پاکستان، چين او سوېلي کوريا نه هېواد ته واردوي.
نوموړي د داعش په نوم د دغه تور ټوکر د نومولو په اړه وويل چې په دې اړه کافي معلومات نه لري، خو احتمالاً دا کار د سوداګرو او هټۍ والو له لاسوهنې پرته ترسره کېږي، څو زيات پېرونکي پيدا کړي.
سرچينې زياته کړه چې د داعش په نوم د دغه ټوکر نومول هېڅ توجيه نه لري او يواځې د زياتې ګټې د ترلاسه کولو په موخه نومول شوى دى.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










