Language

په معروف ولسوالۍ کې د نس ناستې ناروغي خپره شوې

کندهار (پژواک، ١٤ چنګاښ ٩٥): د کندهار په معروف ولسوالۍ کې په ناڅاپي توګه په ماشومانو کې د نس ناستې ناروغي خپره شوې او خلک يې اندېښمن کړي دي.

دغې ناروغۍ تر دې مهاله يو ماشوم مړ کړى او ١٥ نور يې تر روغتونه رسولي دي.

د کندهار د امنيې قوماندانۍ وياند ضيا دراني پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه ناروغي د يادې شوې ولسوالۍ په ساليسون سيمه کې خپره شوې ده.

ده دغه ناروغي کولرا ياده او ويې ويل  چې د ياد شوي کلي ١٦ ماشومان پرې اخته شوي وو، چې يو يې ومړ او ١٥ نور د پوليسو په مرسته د ولسوالۍ تر کلينيک پورې رسول شوي دي.

هغه وويل چې د ناروغو ماشومانو په ډله کې د ځينو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.

خو د کندهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر احمد الله فيضي دغه ناروغي کولرا نه، بلکې نس ناستې ګڼي.

ده زياته کړه چې د حالت د کابو کولو په موخه يې يو روغتيايي ټيم او درمل دغې ولسوالۍ ته لېږلي دي.

د نوموړي په وينا، معروف ته د لېږل شوي ټيم د لومړنيو معلوماتو له مخې، دغه ناروغي د ناپاکو اوبو او ګرمۍ د ډېرېدو له امله خپره شوې ده.

login or register a new account.

Related Topics