لښکرګاه (پژواک، ١٩ چنګاښ ۹۵): د هلمند په ځينو سيمو کې په کال کې دوه يا درې ځلې کوکنار کرل کېږي چې چارواکي يې اندېښمن کړي خو کروندګر يې حاصلاتو ته خوښ دي.
د هلمند د نوزاد ولسوالۍ يوه ګروندګر بصيرالحق پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو دريو کلونو راهيسې د دغه ولايت په يو شمېر ولسواليو کې خلک په کال کې دوه يا درې ځلې کوکنار کري.
ده وويل: ((پخوا به یواځې په مني کې کوکنار کرل کېدل او د پسرلي په اوله او دويمه میاشت کې به يې حاصل کاوه خو اوس په دوبي او مني کې هم کوکنار حاصل ورکوي او بازار کې يې قيمت هم ښه وي.))
د هغه د معلوماتو له مخې، دا مهال د هلمند په شمالي ولسواليو نوزاد، باغران، واشير، موسى کلا او کجکي کې يو شمېر کروندګر د کوکنارو د دويم او درېيم فصل لپاره د ځمکو په جوړلو بوخت دي.
دغه راز د موسى کلا ولسوالۍ اوسېدونکي ملا محمد پژواک ته وويل: ((خلک د کوکنارو دويم او درېيم فصل ته ډېر خوشحاله دي؛ ځکه هم مصروفيت دى او هم يې اقتصادي ستونزې ورته هوارې کړې دي.))
د هغه د معلوماتو له مخې، ګڼو ځوانانو د وزګارتيا له امله وسله اخيستې وه او دولت پر وړاندې يې جګړه کوله خو اوس دغو ځوانانو بېرته وسله اېښې ده او د کوکنارو کښت ته يې مخه کړې ده.
د هغه په وينا، اوسمهال په دغه ولايت کې يو کيلو ترياک نږدې په ٢٠زره پاکستانۍ کلدارو پلورل کېږي چې د ډېرو خلکو اقتصادي وضعيت ورسره ښه شوى دى.
د نادعلي ولسوالۍ کروندګر بسم الله خان پژواک ته وویل: ((هغه کوکنار چې په شمالي ولسواليو کې کرل کېږي، زموږ د سيمې د کوکنارو په پرتله ښه او چټک بازار لري ځکه کيفيت يې ښه وي.))
ده وويل چې د نادعلي ولسوالۍ په لوى مانده سيمه کې هم يو شمېر کسانو د کوکنارو د دويم فصل د کرنې لپاره هلې ځلې پيل کړې دي.
د ده په وينا، د هلمند په ډېرو سيمو کې خلک له مجبوريته کوکنار کري؛ ځکه څو کاله کېږي چې دلته جګړه ده او اوسېدونکي يې له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
د اړوندې موضوع په اړه په هلمند کې د نشه يې توکو پر وړاندې د مبارزې رييس سيداحمد ورور پژواک ته وويل چې له تېرو دوو کلونو راهيسې په شمالي ولسواليو کې د کوکنارو دويم کښت پيل شوى دى.
ده وويل: ((پخوا کروندګر پر دې نه پوهېدل خو اوس يې دغه چل زده کړی دى چې بايد په کال کې دوه يا درې ځلې کوکنار وکرل شي.))
هغه په څو فصلونو کې د کوکنارو کرل لويه اندېښنه وبلله او زياته يې کړه چې له دې کار سره به د کوکنارو حاصلات ډېر شي چې د نا امنۍ تر څنګ به نورې ستونزې هم را پيدا کړي.
ورور وايي چې د کوکنارو دويم او درېيم فصل ډېرى په هغو سيمو کې کرل کېږي چې واک يې د افغان دولت له وسله والو مخالفينو سره دی.
ده وويل چې د يادو کوکنارو د فصلونو له منځه وړل ستونزمن کار دى.
خو د هلمند امنيه قوماندان مل پاسوال اقانور کينتوز بيا پژواک ته وويل چې حکومت د کوکنارو د فصلونو د له منځه وړو لپاره جدي پلان لري.
کينتوز وايي چې د کوکنارو د ګټې ډېره برخه قاچاقبر ته ځي نو ځکه پوليسو ته امر شوى چې د کوکنارو کښت له منځه يوسي.
د يادونې ده، هلمند د افغانستان د هغو ولايتونو له ډلې دى چې په ډېره ځمکه کې کوکنار کرل کېږي چې له امله يې په دغه ولايت کې د نا امنۍ کچه هم لوړه ده.
په هلمند کې د حکومتي چارواکو د معلوماتو له مخې، تير کال د دغه ولايت په شاوخوا ٨٠ زره هکټاره ځمکه کې کوکنار کرل شوي وو چې له کومې ستونزې پرته حاصل ته ورسېدل.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










