منځپانګې ته تلل
شنبه ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۴۹ غ.م
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۸° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د افغانستان چاپخونې له ګاوڼډيو هېوادونو او منځنۍ اسيا سره د سيالۍ وړتيا لري

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۰۰ کتنې

کابل(پژواک، ٢٠ چنګاښ ٩٥): د افغانستان د چاپ ټولنه وايي، د هېواد چاپخونې اوسمهال کولى شي چې له ګاونډيو هېوادونو او منځنۍ اسيا سره سيالي وکړي، خو په وروستيو دوو کلونو کې څه باندې ٣٠ سلنه چاپخونې د ستونزو له امله بندې شوې دي.

د عازم خپرندويې ټولنې مشر او د افغانستان د چاپ ټولنې مرستيال اجمل عازم، له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل چې اوسمهال د کاغذ، رنګ او د چاپ د نورو اړتيا وړ توکو  ماليات څه باندې ١٥ سلنه دي چې د ماليې لوړ والي چاپخونو ته ستونزې جوړې کړې دي.

 ده زياته کړه:((کله چې کتاب چاپ کوو، دولت ته د چاپ د هر پړاو ماليات ورکوو، خو هغه کتابونه چې له بهره هېواد ته واردېږي، د نړيوال او د افغانستان له قانون سره سم ترې ماليات نه اخيستل کېږي، دا د هېواد د چاپخونو  په برخه کې يوه ستره ستونزه ده.))

عازم وويل چې ګمرکونو او مالياتو پر چاپخونو زيات فشار وارد کړى او حکومت هم په دې برخه کې هېڅ اقدام نه دى کړى، بايد د لوايحو او کړنلارو په جوړولو سره ددې ستونزې لپاره يو منطقي تصميم ونيسي، څو چاپخونې زياته وده وکړي.

 نوموړي په هېواد کې د چاپ صنعت د زده کړې مرکز د نشتوالي په اړه هم شکايت وکړ او ويې ويل:((اوسنيو کارګرو خپل کار په تجربي ډول زده کړى، خو لا هم د ماشينونو د منتاژ او چاپ په برخه کې له  پاکستاني کارګرو نه کار اخلو او لا هم نه يو توانېدلي چې د هغوى ځاى ونيسو، دا صنعت د ودې په حال کې دى او فني کارګرو ته زياته اړتيا ده، بايد فني کارګر وروزل شي.

د افغانستان د چاپ ټولنې مرستيال وويل چې نږدې ١٥ کاله وړاندې په افغانستان کې د چاپ صنعت ټول کارګر پاکستاني او ايراني وګړي وو، خو اوسمهال نږدې پنځه زره کسان په دې صنعت کې بوخت دي چې له دې ډلې يې شاوخوا ٩٠ سلنه افغانان دي.

عازم زياته کړه چې د برېښنا او اوبو د کمښت ترڅنګ، د چاپخونو يوه بله عمده ستونزه په هېواد کې د لوجستيکي شرکتونو نشتوالى دى.

هغه وويل چې لوجستيکي شرکتونه د خپلو دوو کوچنيو دستګاه ګانو په ښودلو سره د ميليونونو ډالرو قرار دادونه اخلي او دويم لاس يې چاپخونو ته ورکوي او يا يې پاکستان کې چاپوي، وروسته يې هېواد ته راوړي چې دا خپله کورنيو صنايعو ته يو لوى ګوزار دى او د چاپخونو د مالکانو زړونه ماتوي.

نوموړي په وروستيو کلونو کې د چاپ صنعت د ودې په اړه د خوښۍ څرګندولو تر څنګ وويل چې شاوخوا  ١٥ کاله وړاندې په ٢٤ ساعتونو کې شاوخوا زر ټوکه کتابونونه چاپېدل، خو اوسمهال دا شمېره څه باندې سل زره ټوکه کتابونو ته لوړه شوې او دغه لوړه شمېره څرګندوي چې اوسمهال افغانستان کولى شي له ګاونډيو او د منځنۍ اسيا له هېوادونو سره سيالي وکړي.

 هغه زياته کړه:((پخوا به ويل کېدل چې ظرفيتونه کم دي، خو نن ددې توان لرو چې په څلورو  مياشتو کې څه باندې ٥٠ ميليون ټوکه کتابونه په نړيوال معيار په افغانستان کې چاپ کړو چې دا خپله د چاپ په برخه کې د پام وړ پرمختګ دى.))

د هغه په خبره، د افغانستان د چاپ ټولنې سره نږدې ١٥٠ خصوصي او ٨ دولتي چاپخونې ثبت شوې، خو له بده مرغه چې د وروستي يو نيم کال په ترڅ کې څه باندې ٣٠ سلنه د صنعت په دې برخه کې د کار د نشتوالي او شته ستونزو په سبب بندې شوې دي.

 نوموړي د پاکستان چاپ ته د تمايل په اړه وويل:((تاسې ته ډاډ درکوم چې د افغانستان چاپخونې د پاکستان او ايران په پرتله کمه بيه او لوړ کيفيت لري، خو څه چې په پاکستان کې شته، هغه ټيټ کيفيت او تقلبي کار دى، په همدې سبب يو شمېر کسان د ټيټ کيفيت او ټيټې بيې لپاره پاکستاني چاپخونو ته تمايل لري.))

نوموړي وويل چې افغانستان ته بې کيفيته کاغذ نه راځي او د افغانستان چاپخونې له اندونيزيا نه با کيفيته او د لوړ جنسيت کاغذ واردوي، خو پاکستاني چاپخونې ددې ترڅنګ چې له بې کيفيته پاکستاني کاغذ کار اخلي، د چاپ کيفيت يې هم ټيټ او بى کيفيته دى، په همدې سبب ګڼ کسان پاکستاني چاپخونو ته تمايل لري.

 عازم وويل چې په دې وروستيو کې ولسمشر افغان چاپخونو ته د ١٥ سلنې ارجحيت مسئله ٢٥ سلنې ته لوړه کړې چې د ولسمشر دغه کار د کورنيو چاپخونو لپاره يو د ستاينې وړ فوق العاده او مثبت اقدام دى.

د افغانستان د چاپخونو د ټولنې مرستيال همدارنګه وويل چې ولسمشر دوى ته دا ژمنه هم ورکړې وه چې په راتلونکي کې به پاتې ستونزې هم حل کړي، هيله ده چې ډېر ژر عملي اقدام وشي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد