منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۱۹ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د وينې مشتقاتو د بېلوالي لس دستګاه وې د ويني مرکزي بانک ته ورکړل شوې

· ۳ دقیقې لوستل · ۵۵ کتنې

کابل (پژواک، ٢٦ چنګاښ ٩٥): نړيوال روغتيايي سازمان د ويني مشتقاتو د بېلولو لس دستګاوې ((سنټر فيوژونه)) له نورو مختلفو وسايلو سره چې ارزښت يې څه باندې يو ميليون امريکايي ډالرو ته رسېږي، د افغانستان  د ويني مرکزي بانک سره مرسته وکړه.

ياد وسايل نن په هغو مراسمو کې چې د ويني ورکولو نړيوالې ورځې په مناسبت د " ويني په ورکولو سره ژوند شريک کړئ" تر شعار لاندې کابل کې جوړ شوي وو، د وينې بانک ته وسپارل شول.

د ويني د ملي بانک مشر ډاکټر عنايت الله هاشمي په دې مراسمو کې وويل چې تر دې مهاله  د دولتي روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې افغانستان د "سنټرفيوژ" دستګاه نه درلوده.

د نوموړي په وينا، له يادو دستګاوو څخه به د هېواد په لسو ولايتونو کې د ويني عناصرو د بېلولو په برخه کې کار واخيستل شي، څو له هېواده بهر د "هموفيلي" او تالاسميا" ناروغانو بهر ته د تګ مخه ونيول شي.

له کوچنۍ ګرېدنې څخه وروسته، د ويني دوامداره بهېدل د هموفيلي ناروغۍ نښې دي او تالاسميا په وينه کې د جينيتکي اختلالاتو ته ويل کېږي چې د ويني کمېدو لامل ګرځي او په دې ناروغۍ اخته ناروغانو ته بايد مياشت کې يو يا دوځلې وينه ورکړل شي.

هاشمي يادونه وکړه چې د ويني ساتلو لپاره کوچني او ستر ٧٢ يخچالونه، د ويني ورکولو پرمهال د ګټې اخيستلو ٥٠ مخصوص چپرکټونه او د ويني غونډولو ډيرى نور اړين وسايل، چې مرستندويه وسايل هم په کې شامل دي، ټاکل شوې چې د هېواد په ٢٢ ولايتونو کې ترې ګټه واخيستل شي.

نوموړي د دغه مطلب په څرګندولو سره چې د وينې ورکولو فرهنګ د تېرو کلونو په پرتله هېواد کې ښه شوى دى، زياته کړه چې تېرکال ټول هېواد کې د وينې بانکو په ٢٥٤ نمايندګيو کې څه باندې ١٢٢ زره کڅوړې وينه راغونډه شوې وه.

اوسمهال افغانستان کې وينه د وينې په بدل کې ورکول کېږي.

هاشمي وويل، هڅې روانې دي چې تر ٢٠٢٠ زېږديز کال پورې افغانستان کې د وينې وېش  سل په سلو کې وړيا ترسره شي.

د عامې روغتيا وزارت د معالجوي طب مشر محب الله ځير په دې مراسمو کې وويل چې د وينې ورکولو نړيوالې ورځې نماځلو موخه ، د پوهاوي کچې لوړتيا او د ويني ورکولو ګټې دي څو خلک يې تر ډېره په ارزښت پوه شي.

نوموړي زياته کړه چې د عامې روغتيا وزارت او د ويني مرکزي بانک کارکونکو هڅې ددې لامل شوې څو خلک د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې د رضاکار په توګه اړمنو کسانو ته وينه ورکړي.

د معالجوي طب مشر د نړيوال روغتيايي سازمان له مرستې نه د مننې څرګندولو تر څنګ وويل چې د ويني مشتقاتو جلاکولو " سنترفيوژ" دستګاوو نه په ګټې اخيستلو سره به، مياشت کې له هېواد څخه بهر ته د ٥٠٠ ناروغانو له تګ څخه مخنيوي وشي.

د نړيوال روغتيايي سازمان استازي ډاکټر همند شکلا (Dr.Hamand Shukla، د نړيوال روغتيايي سازمان د مرستو د دوام ترڅنګ وويل چې د وينې ورکول هېڅ پوله نه پېژني نو له دې امله د دغه بنسټ کار کوونکو د روژې مبارکه مياشت کې افغانستان کې خپلو هم نوعانو ته وينه ډالۍ کړه.

خو نوموړي زياته کړه چې لا هم د نړۍ په ٦٢ هېوادونو کې وړيا وينه نه ورکول کېږي او اړمن کس د وينې پېرودلو ته مجبوره کېږي.

لس کلنه اناهيتا چې له تلسميا ناروغۍ څخه ځورېږي د نورو ورته ناروغانو په استازيتوب يې له خلکو غوښتنه وکړه چې هغوى ته وينه ورکړي.

هغې وويل: "زموږ ژوند د تاسو وينې ورکولو سره تړلى دى؛ نو هيله کوم چې موږ سره مرسته وکړۍ څو موږ ژوندي پاتې شوو او تاسو صحتمند واوسي."

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا