کابل (پژواک،٢٨ چنګاښ ٩٥): "د ماشومانو ګوزڼ له منځه وړلو بېړنى عملياتي" او د دې ناروغۍ د محوه کولو پروګرامونو د همغږۍ مرکز ودانۍ چې ٢،٦ ميليونه امريکايي ډالر لګښت پرې راځي، د کابو درې مياشتو په موده کې کابل کې جوړېږي.
د دې پروژې د جوړولو چارې، نن د وزيرمحمد اکبرخان روغتون په ګاونډ کې پيل شوې.
د عامې روغتيا وزير ډاکټر فيروزالدين فيروز په هغو مراسمو کې چې نن په دې مناسبت کابل کې جوړ شوي و، وويل چې دا مرکز د ماشومانو ګوزڼ بېړنيو پېښو ته د ځواب ويلو، همغږۍ او تنظيم لپاره جوړېږي.
نوموړي زياته کړه، لومړي سر کې به له دې مرکز څخه د ګوزڼ (پوليو) عاجلو پېښو ته د چټک لاسرسي لپاره استفاده وشي او وروسته به د نورو ډېرو بېړنيو پېښيو همغږۍ لپاره ترې کار واخيستل شي.
د هغه په وينا، د دې مرکز ودانۍ پر جوړولو ٢،٦ ميليونه امريکايي ډالرلګښت راځي، چې د بېل او ميلانډا ګيټس بنسټ له لوري ورکول کېږي او د روان کال لړم مياشتې تر لومړيو به جوړ شي.
د عامې روغتيا وزير وويل، د بېل او ميلانډا ګېټس بنسټ په تخنيکي او د مور او ماشوم روغتيا ښه والي په برخو کې له روغتيا سکټور سره د کليدي مرسته کوونکو له ډلې ده؛ خو دا د روغتيا سکتور په بنسټيزه برخه کې د دې بنسټ له لوري لومړنۍ مرسته ده.
هغه زياته کړه، د دې مرکز ودانيزې چارې د ملګرو ملتونو پروژوي خدمتونو دفتر (UNOPS) له لوري پرمخ وړل کېږي او د عامې روغتيا وزارت له لوري هم څارل کېږي.
فيروز وايي، دا مرکز په اساسي ډول او بشپړو تجهيزاتو سره په ٤٠٠ متره مربع ځکمه کې په څلورو پوړونو کې جوړېږي، چې لابراتوارونه، کاري دفترونه، د ليدنې او کنفرانسونو تالارونه، د شمېرو مرکزونه او د اطلاعاتو او اړيکو ټينګولو برخې په کې شاملې وي.
د فېروز معلوماتو له مخې، د روان زېږديز کال له پيل راهيسې افغانستان کې د ماشومانو ګوزڼ شپږ پېښې تر اوسه ثبت شوي، چې له دې جملې څخه څلور پېښې په کونړ، يوه پېښه په هلمند او يوه پېښه په کندهار کې رامنځ ته شوې ده.
هغه وويل تېر کال د دې ناروغۍ ٢٨ مثبتې پېښې هېواد کې ثبت شوې وې؛ خو د روغتيايي منسوبينو هڅې او زيار د دې لامل شو، څو روان کال کې دا پېښې کمې شي.
د نوموړي په وينا، دمګړۍ د دې ناروغۍ ويروس يواځې افغانستان او پاکستان کې دى او هڅې روانې دي، چې هېواد کې د دې ويروس خپراوى د روان زېږديز کال تر پايه پورې ودرېږي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










