منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۴۷ غ.و
۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په کابل ښار کې د نجونو د بايسکل ځغلولو او ځغاستې سيالۍ تر سره شوې

· ۳ دقیقې لوستل · ۵۰ کتنې

کابل (پژواک، ٢٩ چنګاښ ٩٥): له نشه يي توکو سره د مبارزې اوونۍ په مناسبت د نجونو د بايسکل ځغلولو او ځغاستې سيالۍ تر سره شوې چې په يوه کې رخسار حبيب زۍ او په بله کې فاطمې لومړى مقام‌ خپل کړ. 

د ١٦ نجونو په ګډون د بايسکل ځغلولو سيالۍ نن د کابل ښار د پنځمې امنيتي حوزې اړوند د استاد برهان الدين رباني د ښوونې او روزنې له پوهنتون څخه پيل او د کابل د پغمان ولسوالۍ په تاق ظفر  کې د ١٨ کيلومترو په واټن پاى ته ورسېدې.

دغه راز د ١٤ نجونو په ګډون د ځغاستې سيالۍ هم له ياد پوهنتون څخه پيل او د قنبر په څلور لارې کې پاى ته ورسېدې.

د ملي اولمپيک کمېټې د بايسکل ځغلولو د فدراسيون مشر صادق صادقي په تاق ظفر کې خبريالانو ته وويل چې دغه سيالۍ د نشه يي توکو له وزارت سره په همغږۍ، خلکو ته د نشه يي توکو د نه کرلو پيغام د رسولو په موخه تر سره شوې.

ده وويل چې د بايسکل ځغلولو په سيالۍ کې رخسار حبيب زۍ لومړى، نرګس دويم او فاطمې درېيم مقام‌ خپل کړ.

هغه وويل چې د ځغاستې په سيالۍ کې فاطمې لومړۍ، عايشې دويم او صبرينا درېيم مقام‌ تر لاسه کړ.

له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت د پاليسۍ او همغږۍ مرستيال احمد جاوېد قايم  په پغمان کې خبريالانو ته وويل چې نشه يي توکي ډېر زيانونه لري، نو ځکه د دې توکو کر ته د نه ويلو په موخه  له نشه يي توکو سره د مبارزې اوونۍ ځانګړې شوې ده.

هغه وايي چې په دې اوونۍ کې د نشه يي توکو له زيانونو د خلکو د خبرولو په موخه بېلابېل پروګرامونه پر لار اچول کېږي او نننۍ لوبې هم د همدې لړۍ يوه برخه وه.

د نننيو سياليو په پاى کې د بايسکل ځغلونې او ځغاستې سياليو لومړي، دويم او درېيم مقام‌ ګټونکې ته ډالۍ ورکړل شوې.

د بايسکل ځغلونې سيالۍ لومړي مقام‌ ګټوونکې رخسار حبيب زۍ وويل خوښه ده چې د دې سيالۍ لومړۍ ځاى يې خپل کړى دى. هغې وويل چې د دې سيالۍ لپاره يې يوه مياشت تيارى نيولى و.

هغه وايي، دا سيالۍ ځکه ورته ډېر اهميت لري چې د رسنيو په همکارۍ يې  له لارې خلکو ته د نشه يي توکو د نه کارولو او پر ځاى يې لوبو ته د مخه کولو پيغام رسيږي.

د ځغاستې د سيالۍ د لومړي مقام‌ ګټوونکې فاطمې هم د دې مقام‌ په تر لاسه کولو خوښي وښوده او ويې ويل چې نشه يي توکي زيانونه لري او روغتيا ته زيان رسوي.

دې پر خلکو په تېره بيا ځوانانو غږ وکړ چې د نشه يي توکو پر ځاى لوبې وکړي، ځکه چې لوبې روغتيا ته ګټه لري او نشه يي توکي  روغتيا ته د زيان اړولو تر څنګ په ټولنه کې د انسان شخصيت وژني.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول لوبې