منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۱۲ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

پوليسو د کندهار ميرويس روغتون ته شاوخوا ٣٠ زره سي سي وينه ورکړه

· ۳ دقیقې لوستل · ۷۲ کتنې

کندهار (پژواک، ٣٠ چنګاښ ٩٥): د کندهار لسګونو پوليسو د ميرويس حوزوي روغتون د امام حسين د وينې بانک ته وينه ورکړه.

دغه پوليسو چې شمېر يې ٦٥ تنو ته رسېده د کندهار ولايت په پنجوايي ولسوالۍ کې دنده ترسره کوي.

د پنجوايي ولسوالۍ امنيه قوماندان حضرت ولي پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن یې په مشرۍ د دې ولسوالۍ لسګونه ملي او سيمه ييز پوليس د کندهار ښار ميرويس روغتون ته راغلل او د امام حسين د وينې بانک ته يې خپله زرګونه سي سي وينه ورکړه.

هغه زياته کړه، پوليسو دغه ګام د ملي احساس له مخې اخيستى دى.

د ده په وينا، پوليس نه يوازې د خپلې خاورې او خلکو د خونديتوب په موخه له دښمن سره په جګړه کې خپله وينه تويوي، بلکې د هغوى د ژوند ژغورلو لپاره خپله وينه هم ورکوي.

نوموړي وويل، دا چې د کندهار ښار ميرويس روغتون د حوزې په کچه فعاليت کوي او دلته د عامو ناروغانو تر څنګ د جګړو او ماينونو د چاودنو ټپيان هم د درملنې لپاره راوړل کېږي چې ډېر مهال وينې ته سخته اړتيا لري.

هغه زياتوي، په همدې بنسټ يې دغه روغتون د وينې ورکولو پرېکړه وکړه، د څو د بې وسه او بې کسه ناروغانو ژوند پرې وژغورل شي.

د کندهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر احمد الله فيضي د پوليسو دا ګام وستايه او يادونه يې وکړه چې د انساني همدردۍ له مخې دا د وګړو مسووليت دى چې د اړتيا پر مهال له خپلو ناروغو او اړو وګړو سره د وينې مرسته وکړي.

ده هم وويل چې ميرويس روغتون ته پر کندهار برسېره د هلمند، روزګان او زابل ولايتونو څخه هم ناروغان، د جګړې، د ماينونو د چاودنو او د ټرافيکي پېښو ټپيان د درملنې لپاره راوړل کېږي چې ډېر مهال وينې ته سخته اړتيا لري.

د نوموړي په خبره، په همدې بنسټ د ميرويس روغتون د امام حسين د وينې بانک په دې ورستيو کې د وينې له کمښت سره مخ وو، چې لسګونو پوليسو د زرګونه سي سي وينې په ورکولو تر يوه مهاله دا کمى پوره کړ.

هغه زياته کړه، د وينې دغه بانک ته د پنجوايي ولسوالۍ ٦٥ پوليسو هر يوه ٤٥٠ سي سي وينه ورکړه چې شاوخوا ٣٠ زره سي سي وينه کېږي.

فيضي د کندهار له اوسېدونکو وغوښتل چې د خپلو هېوادوالو د ژوند ژغورلو په موخه وخت په وخت له ميرويس روغتون سره د وينې مرسته وکړي.

د عبدالقدوس په نوم يوه پوليس چې د ياد شوي روغتون د امام حسين د وينې په بانک ته يې خپله وينه ورکوله پژواک اژانس ته وويل، د خداى د بندګانو د ژوند ژغورل له انساني همدردرۍ ور ها خوا ټولنيز عبادت او د هر فرد مسووليت دى.

ده زياته کړه: ((زما لپاره به تر دې بل لوى وياړ کوم وي چې د خپلو خلکو د ساتلو لپاره هم په سنګر کې خپله وينه تويوم او هم د هغوى د ژوند د ژغورلو لپاره خپله وينه ورسره شريکوم.))

ميرويس روغتون د سوېلي حوزې په کچه فعاليت کوي چې هره ورځ ورته د جګړې او ټرافيکې پېښو د ټپيانو تر څنګ، داخله، نسايي ولادي او نور ناروغان هم راوړل کېږي.

په عادي حالت کې په دغه روغتون کې د ٣٨٠ په شاوخوا کې ناروغان بستر وي، خو په بېړنيو کې حالاتو کې يې شمېر تر ٤٥٠ تنو پورې رسېږي.

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا