منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۲۹ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

هندي لوبډلمشر: موږ لوبو لپاره نه، بلکې د افغانانو زړونو ګټلو لپاره راغلي يو

· ۲ دقیقې لوستل · ۵۸ کتنې

کابل (پژواک، ٣١ چنګاښ ٩٥): د هندوستان د معلوليت لرونکو لوبغاړو فدراسيون مسوولين وايي چې له افغانستان سره په سيالۍ نړيوالو ته مثبت پيغام ورکول کېږي.

د هندوستان د معلوليت لرونکو لوبغاړو کرکټ ملي لوبـډله پرون د دريو شل اووريزو سياليو لپاره کابل ته راغلې ده.

د هندوستان د معلوليت لرونکو لوبغاړو فدراسيون او د لوبډلې کپتان د چنګاښ په ٣١مه د افغانستان کرکټ بورډ په ریاست کې له افغاني مسوولينو سره په يوه ګډه خبري غونډه کې ګډون وکړ.

د افغانستان کرکت بورډ مشر نسيم الله دانش وويل چې افغانستان په بېلا بېلو برخو کې پرمختګونه کړي دي، د نورو برخو تر څنګ  کرکټ  هم ډېرې لاسته راوړنې لري.

هغه زياته کړه، دا لومړۍ بهرنۍ لوبډله ده چې افغانستان ته راځي، دا څرګندوي کوي چې په افغانستان کې حالات او امنيت ښه شوى دى.

دانش وايي: ((دا زموږ او د هندوستان د دوستۍ او ملګرتيا او ښو اړيکو  بېلګه ده. زه د هندوستان لوبډلې ته هرکلى وايم او له دوى مننه کوم چې زموږ بلنه يې ومنله.))

د هندوستان د معلوليت لرونکو لوبغاړو فدراسيون  سکرتر جنرال  روي چوهان  د افغانستان کرکټ بورډ له مسوولينو او افغانانو مننه وکړه چې د دوى دروند هرکلى او درناوى يې ورکړ.

هغه زياته کړه: ((موږ ته ډېر دروند هرکلى وويل شو، زموږ ډېر عزت وشو، موږ له افغانانو ډېره مننه کوو.))

د نوموړي په وينا،  دا سيالۍ تاريخ جوړوونکې دي، دې سياليو سره د سيمې هېوادونو او نړيوالو ته يو مثبت پيغام ورکول کېږي.

ده زياته کړه: ((موږ به په اينده کې هم راځو، او راتلونکي کې به نورې لوبې هم کوو.))

د افغانستان د معلوليت لرونکو لوبډلې لوبډل مشر نبي الله نبيل  له کرکټ بورډ څخه مننه وکړه چې دا سيالۍ او نورې اسانتياوې يې برابرې کړې دي.

هغه هيله څرګنده کړه چې د دواړو لوبډلو تر منځ به ښې لوبې وشي.

د هندي لوبډلې مشر روي پاټيل  وويل، دوى د دې لپاره نه دي راغلي چې لوبې وګټي، د دې لپاره راغلي دي چې د افغانانو زړونه وګټي.

ده زياته کړه: ((د افغانستان ټېم ډېر ښه دى، له موږه يې پخوا يوه لوبه هم ګټلې وه، ډېر مختګونه يې کړي دي.))

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول لوبې