منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۳۶ غ.و
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

افغانستان له ويسټ انډيز او ايرلينډ سره د کرکټ نړيوالې سيالۍ کوي

· ۲ دقیقې لوستل · ۶۱ کتنې

کابل (پژواک، ٤ زمرى ٩٥): ټاکل شوې ده چې راتلونکى کال افغانستان له ويسټ انډيز او ايرلينډ سره د کرکټ نړيوالې سيالۍ ترسره کړي.

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس نسيم الله دانش او اجراييوي رييس شفيق الله ستانکزي د زمري په ٤مه د يوې خبري غونډې په ترڅ کې د دې سياليو په اړه معلومات ورکړل.

نسيم الله دانش وويل چې د افغانستان کرکټ بورډ ادارې تر ډېرو هلو ځلو وروسته د ويسټ انډيز کرکټ اداره دې ته اماده کړه، چې له افغانستان سره د کرکټ نړيوالې سيالۍ ترسره کړي.

هغه زياته کړه چې د دواړو هېوادونو کرکټ ادارو ترمنځ د هوکړې له مخې به د ٢٠١٧ زېږديز کال په جون مياشت کې به د افغانستان کرکټ ملي لوبـډله ويسټ  انډيز ته سفر وکړي.

د نوموړي په وينا، ددې سفر پر مهال به افغانستان له ويسټ انډيز سره پنځه يوه ورځنۍ او درې شل اووريزې نړيوالې لوبې ترسره کړي.

د افغانستان کرکټ بورډ اجراييوي رييس شفيق الله ستانکزي وويل چې  دغه راز له ايرلينډ کرکټ  ادارې سره د هوکړې له مخې به د ٢٠١٧ زېږديز کال د مارچ په مياشت کې افغانستان د ايرلينډ کوربه وي.

د نوموړي په وينا، افغانستان به د هندوستان د ګريټ نويډا په لوبغالي کې له ايرلينډ سره د کرکټ پنځه يو ورځنۍ او درې شل اووريزې نړيوالې لوبې  وکړي.

هغه زياته کړې : ((د شل اووريزو لوبو له اتلې لوبډلې سره زموږ د ملي لوبډلې لوبې کولو سره به  د لوبغاړو تخنيکي اړخونه نورهم پياوړي شي.))

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول لوبې