جلال اباد(پژواک، ۴ زمری ۹۵): د ننګرهار په هغو ۱۱ ولسواليو کې د ګوزن ضد واکسين کمپاين پيل شو چې پخوا په کې د دې واکسين د تطبيق ساحه محدوده وه.
د ننګرهار د شينوارو زون په يو شمېر سيمو سربېره په ځينو ولسواليو کې د ناامنيو له امله د ګوزڼ ضد واکسين په سمه توګه نه ترسره کېده.
د ننګرهار د عامې روغتيا رياست مرستيالې ډاکټرې مقدسه معراج د زمري په ۴مه، خبري کنفرانس کې وويل، هغو ۱۱ ولسواليو کې چې له دې واکسين څخه يې ځينې سيمې پاتې کېدې، تر څلور سوه زره ډېر ماشومان به په کې واکسين شي.
نوموړې د دې ولسواليو نومونه وانخيستل خو يادونه يې وکړه، دا کمپاين په هغو سيمو کې تطبيقېږي چې د ګوزڼ د ناروغيو کچه په کې لوړه ده .
موده مخکې د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر نجيب الله کامه وال پژواک ته ويلي و چې په ننګرهار کې د ګوزڼ مثبتې پېښې نه دي ثبت شوي.
د هسکې مينې ولسوالۍ اوسېدونکي عبيدالله شينواري پژواک ته وويل، د شينوارو زون په ډېرو سيمو کې له تېر يوه کال راهيسې ګوزڼ واکيسن نه د ترسره شوى.
شينواری وايي: ((اوس ډېرې سيمې په امنيت کې شوي او بې ځايه شوي وګړي هم ورته راستانه شوي دي، نو هيله ده په دغو سيمو کې د ګوزڼ واکسين تطبيق شي.))
ديني عالم مولوي لعل محمد همت د دې واکسين د پيلېدو په مراسمو کې رسنيو ته وويل، د پوليو ضد واکسين حلال دی او بايد ترسره شي.
نوموړي په کورنيو غږ وکړ چې خپل اولادونه واکسين کړي، څو پر ګوزڼ اخته نه شي.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي پژواک اژانس ته وويل، د ننګرهار د شينوارو زون په ځينو سيمو کې د ناامنيو له امله د ګوزڼ واکسين نه ترسره کېده، خو اوس په هغو سيمو کې امنيت دی.
د والي وياند وايي: ((په ځينو سيمو کې چې ناامني وه، اوس هغه سيمې د افغان سرتېرو له لوري نيول شوي او امنيت يې ډاډمن دی؛ نو په هغو سيمو کې به واکسين ترسره شي.))
له دې ټولو سره سره د شينوارو زون يو شمېر اوسېدونکي وايي، لا هم په ځينو محدودو سيمو کې ناامني شته، چې ممکن ځينې ماشومان په کې له پوليو واکسين څخه پاتې شي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










