منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۰۳ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ولسمشر د کابل د ټپي لاريون کوونکو پوښتنه وکړه

· ۲ دقیقې لوستل · ۸۹ کتنې

کابل (پژواک، ٤ زمرى ٩٥): ولسمشر غني د کابل د وروستۍ پېښې د ټپيانو د روغتيايي حالت د پوښتنې ترڅنګ، له مسوولينو وغوښتل چې د ټپیانو د درملنې لپاره دې له ټولو امکاناتو کار واخلي.

دوه ورځې وړاندې (د زمري ٢مه) د کابل ښار په دهمزنګ څلورلاره کې د "جنبش روشنايي" لاريون په منځ کې چاودنې وشوې، چې د کورنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په دې چاودنو کې لږ تر لږه اتيا کسان وژل شوي او ٢٣١ ژوبل شوي دي. داعش وسله والې ډلې د دې بريد مسووليت منلى دى.

د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر محمد اشرف غني، نن له غرمې مخکې د کابل د شنبې ورځې د لاریون د ټپیانو د روغتیایي حالت د پوښتنې لپاره د شهید سردار محمد داوود خان روغتون ته ورغی.

سرچينه کاږي، ولسمشر ته د ټپیانو د حالت د پوښتنې پرمهال د یاد روغتون معالجو ډاکټرانو د هغوی د روغتیایي وضعیت او د درملنې د څرنګوالي په هکله معلومات ورکړل.

سرچينه زياتوي، غني ټپیانو ته وویل: "ستاسو د ښې درملنې په موخه مې مسوولینو ته لارښوونه کړې، چې شهید سردارمحمد داوود خان او غازي امان الله خان روغتونونو کې بستري شئ."

هغه زیاته کړه، د ټپيانو د درملنې بهير په خپله دى تعقيبوي او د اړتیا پرمهال به ټپيان د معالجو ډاکټرانو په لارښوونه بهر ته ولېږدول شي.

د ده په وينا، دولت د خلکو خادم دی چې په پوره تحمل او زغم د خلکو غوښتنې او وړاندیزونه اوري او هغوی ته د هوسا ژوند کولو خدمات او اسانتیاوې برابروي.

دى وايي، د شنبې ورځې د ترهګريزې پېښې د دقیقې او هر اړخیزې څېړنې په موخه یې د لوی څارنوال په مشرۍ د دولتي او ملي شخصیتونو ګډ پلاوی ګومارلی دی. یاد پلاوی خپل راپور له جمهوري ریاست سره شریکوي او د راپور د موندنو په رڼا کې به په هغه هکله اقدامات وشي.

نوموړي ټپیانو ته ډاډ ورکړ، چې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه به له داعشیانو څخه چې دغه برید یې ترسره کړی دی، ستاسو او ستاسو د نورو ملګرو غچ واخلي.

ولسمشر غني یادو ټپیانو ته د خدای تعالی په دربار کې د بشپړې روغتیا هیله وکړه او د یاد روغتون له مسوولینو څخه یې وغوښتل، چې د ټپیانو د درملنې لپاره دې له ټولو امکاناتو کار واخلي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا