کابل (پژواک، ٦ زمرى ٩٥): د هندوستان د معلولينو کرکټ لوبـډلې د پروژې مسوول په کابل کې د زړه د حملې له امله ساه ورکړې ده.
د هندوستان د معلولينو کرکټ لوبډله د درېيو شل اوريزو سياليو ترسره کولو لپاره کابل ته راغلې وه، چې د افغانستان لوبـډلې دا سيالۍ دوه پر يو وګټلې.
د افغانستان کرکـټ بورډ وياند فريد هوتک د زمري په ٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، ټاکل شوې وه چې نن سهار د هند د معلولينو کرکټ لوبډله بېرته خپل هېواد ته ستنه شي.
خو هغه زياتوي، له مېلمستون څخه د هوايي ډګر په لوري تر روانېدو څو شېبې مخکې د هند د معلولينو کرکـټ ادارې د پروژې مسوول ٦٨ کلن جي پي ملک د زړه د درېدلو له امله ساه ورکړه.
د نوموړي په وينا، دوى د هندوستان سفارت په جريان کې کړ او هغوى سره په همکارۍ د نوموړي جسد عدلي طب ته لېږدول شوى دى.
بلخوا د هندوستان د بهرنيو چارو وزيرې مېرمن سوشما سوراج په ټولنيزه شبکه ټويټر کې د جي پي ملک مړينه تاييد کړې ده.
هغې ليکلي: ((نن سهار په کابل کې زموږ سفير خبر راکړى، چې ښاغلى ملک د زړه د حملې له امله مړ شوى دى.))
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










