منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۱۰ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د درمليزو چارو او روغتيايي محصولاتو د تنظيم ملي ادارې په کار پيل وکړ

· ۳ دقیقې لوستل · ۸۸ کتنې

 کابل(پژواک، ١٠ زمرى ٩٥): د عامې روغتيا وزارت وايي چې د درمليزو چارو او روغتيايي محصولاتو د تنظيم ملي ادارې په رامنځته کېدو سره به د بې کيفيته، نا خوندي او ګران بيه  درملو د توريد مخنيوى وشي.

دغې ادارې نن په داسې حال کې په کابل کې کار پيل کړ چې د افغانستان په بازارونو کې د بې کيفيته درملو د شتون په اړه شکايتونه شته .

 د عامې روغتيا وزير ډاکټر فيروز الدين فيروز ددې ادارې د پرانېستې مراسمو کې وويل چې په هېواد کې د درملو توليد د ودې او د بې کيفيته درملو د توريد مخنيوي لپاره غوره لاره د عامې روغتيا وزارت په چوکاټ کې د درمليزو چارو او روغتيايي محصولات د تنظيم ادارې رامنځته کول  دي.

نوموړي زياته کړه چې تر اوسه په دې برخه کې څو ادارې فعالې وې، خو وروسته له دې به د بېلابېلو درمليزو چارو د کنټرول، څارنې،د فارمسيو د جواز ورکولو، مقرراتو بيا کتنې، د قانون تنفيذ، درملو خونديتوب، کيفيت لوړولو، تنظيم، بيو څارولو، لابراتواري تجزيې، خصوصي او دولتي سکتور کې د بروکراسي  له منځه وړلو په برخه کې دا اداره کار کوي.

 فيروز هيله څرګنده کړه چې دا اداره به وکولى شي چې د خصوصي سکتور په همکارۍ او درمليزو چارو او روغتيايي محصولاتو د تنظيم ملي بورډ په برخه کې اړين موثريت ولري.

هغه زياته کړه افغانستان  يو له هغه هېوادونو دى چې تل يې د طبي محصولاتو پر کيفيت نيوکې کېدې او خلک د درملو د ټيټ کيفيت او بيو په اړه شکايت لري.

 نوموړي وويل چې په بازار کې بې کيفيته درمل شته، خو د افغانستان بازارونو کې ټول شته درمل بې کيفيته نه دي.

د عامې روغتيا وزير د معلوماتو له مخې، هر کال د څه باندې ٤٠٠ ميليون امريکايي ډالرو په ارزښت درمل هېواد ته واردېږي چې ٩٥ سلنه يې د هېواد مصرفي درمل دي د درملو پنځه سلنه اړتياوې د کورنيو توليداتو له مخې رفع کېږي.

د هغه په خبره، اوسمهال افغانستان د درملو په برخه کې ٣٥ سلنه پر پاکستان، ٢٥سلنه پر هند، ١٥ پر ايران او پاتې نور  پر چين، بنګلدېش، عربي اماراتو او نورو هېوادونو تکيه کوي.

 هغه وويل چې په هېواد د ننه د با کيفيته درملو د توليد کچې لوړو لپاره اړتيا وه چې د روغتيايي محصولاتو او درمليزو چارو د تنظيم ملي اداره رامنځته شي چې رامنځته شوه او نن يې کار پيل کړ.

نوموړي د درملو او روغتيايي محصولاتو پر وړاندې پرتو ستونزو ته په اشارې سره په ډاګه کړه چې د درملو قاچاق يو له نورو خطرناکو لاملونو ګڼل کېږي چې په دې بازار کې شته.

 د عامې روغتيا وزير وويل، ټاکل شوې چې په عامې روغتيا وزارت، ملي دفاع وزارت، کورنيو چارو وزارت او امنيت رياست کې د درملو دلګښت او با کيفيته درملو ته د لاسرسي طرحه عالي اقتصادي شورا ته د تصويب لپاره وسپارل شي چې پر بنسټ يې معتبر شرکتونه د عالي کيفيت او غوره بيې درمل هېواد ته وارد کړي.

د درملو او روغتيايي محصولاتو د تنظيم ملي ادارې مشر نورشاه کامه وال په دې مراسمو کې وويل، دا اداره مکلفه ده چې په بازار کې درمل کنټرول کړي، څو د نا خوندي او بې کيفيته درملو د راتګ مخنيوى وکړي.

نوموړي زياته کړه چې ډېر ژر به په سرحدي ولايتونو کې ددې ادارې په پرمختللو لابراتوارونو مجهزې څانګې رامنځته شي، څو د بې کيفيته درملو د واردولو مخنيوى وکړي.

 د افغانستان د متشبثينو د عالي بورډ مشر رحم الدين حاجي اغا چې په ياده ناسته کې يې د خصوصي سکتور په استازولۍ خبرې کولې، وويل:((موږ په مطلق ډول ددې ادارې د جوړېدو نه ملاتړ اعلانوو او هيله لرو چې هر وخت ددې ادارې په تصميمونو کې  د خصوصي سکتور نظر واخيستل شي.))

هغه وويل چې توريدي شرکتونه بې کيفيته درمل هېواد ته نه واردوي، په بازار کې شته بې کيفيته درمل په قاچاقي ډول د پاکستان له اوږدو پولو افغانستان ته را وړل کېږي  چې دولت يې بايد مخنيوى وکړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا