جلال اباد(پژواک،۱۰ زمری ۹۵): چارواکي وايي، په ننګرهار ولايت کې پنځه عشاريه اووه سلنه خلک په ژېړي ناروغۍ اخته دي او که درملنې ته يې سمه پاملرنه ونه شي ممکن دا کچه لوړه شي.
د ننګرهار د عامې روغتيا روغتون د ژېړي (هيپاټايټس ) د څانګې متخصص ډاکټر نورحسن بشريار د ژېړي د نړيوالۍ ورځې په نمانغونډه کې وويل، په تېرو څلور کلونو کې په ننګرهار کې ۹۸۱ د ژېړي پېښې ثبت شوې دي.
بشريار يادونه وکړه: ((په ننګرهار ولايت کې پنځه عشاريه اووه سلنه خلک په ژېړي ناورغۍ اخته دي.په دې کې درې عشاريه اووه يې هيپاټايټس بي او دوه عشاريه يو يې هيپاټايټس سي دي.))
هغه د ننګرهار ولايت د ټول نفوس شمېر ونه ښوده.
نوموړي زياته کړه : ((په تېرو څلورو کلونو کې په ننګرهار کې ۹۸۱ د ژېړي پېښې ثبت شوي ، که خلک خپلې درمنلې ته سمه پاملرنه ونه کړي ممکن دا شمېره لوړه شي.))
د ننګرهار د عامې روغتيا روغتون مرستياله ډاکټره مقدسه معراج وايي چې د ژېړي ناورغۍ د مخنيوي لپاره په سيمه ييزه کچه هڅه ګړندۍ شوې ده.
معراج وايي: ((موږ په سيمه ييزه کچه د عامه پوهاوي کمپاينونه پيل کړي، څو خلک پوه شي چې له ژېړي څخه ځان وژغوري.))
د نوموړې په خبره، په ننګرهار ولايت کې د ژېړي د مخنيوي واکسين ترسره کېږي او دا واکسين هغو ماشومانو ته ورکړل کېږي چې عمرونه يې له پنځو کلونو کم وي.
د ننګرهار ولايت مقام په استازي استاد اکبر شېر په دې تړاو غونډه کې پر مرسته کوونکو ادارو غږ وکړ څو د دې ناورغۍ د مخنيوي په برخه کې مرستې او همکاري وکړي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










