ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بهرنيانو پر مېلمستون ډله ييز بريد پاى ته ورسېد

د بهرنيانو پر مېلمستون ډله ييز بريد پاى ته ورسېد

author avatar
1 Aug 2016 - 08:54
د بهرنيانو پر مېلمستون ډله ييز بريد پاى ته ورسېد
author avatar
1 Aug 2016 - 08:54

لومړى تقعيب - کابل (پژواک، ١١ زمرى ٩٥): د کابل امنيه قوماندان وايي چې په نهمه حوزه کې د بهرنيانو پر يوه مېلمستون ډله ييز بريد پاى ته رسېدلى دى.

دا بريد د شپې په شاوخوا يوه نيمه بجه  د يوه مازدا موټر په وسيله تر چاودنې وروسته پيل شوى او د سهار تر شاوخوا اتو بجو پورې يې دوام درلود.

د کابل امنيه قوماندان  لوى پاسوال عبدالرحمن رحيمي د پېښې په ځاى کې خبريالانو ته وويل، چې د نارت ګيټ په نامه د بهرنيانو پر مېلمستون ډله ييز بريد شوى دى.

د نوموړي په وينا، د  بريدګرو شمېره درې تنه وه چې يوه يې ځان الوځولى او دوو نورو ځانونه په يوه سراى کې پټ کړي وو.

هغه زياته کړه چې دوه تنه بريدګر د امنيتي ځواکونو لخوا محاصره شوي وو او نن سهار چې رڼا  شوه، نو دامنيتي ځواکونو لخوا ووژل شول.

د رحيمي په وينا، په دې جګړه کې بهرنيانو ته مرګ ژبله نه ده اوښتې، خو يو پوليس وژل شوى او درې نور  ټپيان دي.

د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي بيا وايي چې د بريدګرو شمېر  څلور تنه وو، چې څلور واړه وژل شوي دي.

د عبيدالله په نامه د سيمې يو تن اوسېدونکي د زمري په ١١مه، پژواک خبري اژانس ته وويل  چې په نيمه شپه کې د يوې ډېرې درنې چاودنې غږ له خوب  څخه راويښ کړل .

د هغه د معلوماتو له مخې، يو تن ځانمرګي بريدکوونکي لومړى له چاودېدونکو توکو ډک خپل موټر ته چاودنه ورکړې او بيا نور وسله وال مېلمستون ته ننوتلي دي.

وسله والو طالبانو ددې بريد مسووليت منلى دى.

طالب وياند  ذبيح الله مجاهد ويلي چې په دې مېلمستون کې تر ٤٠٠ پورې بهرنيان مېشت وو او په بريد کې ورته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

نارت ګيټ مېلمستون د کابل نهمې حوزې اړوند د ډسپيچري په سيمه کې موقعيت لري، دلته د مېلمستون ترڅنګ يو شمېر دفترونه هم شته چې بهرنيانو ته لوجستيکي او نور مرستندويه خدمات وړاندې کوي. 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.