کابل (پژواک، ١٣ زمرى ٩٥): د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله له سکاټلينډ، ايرلينډ او نيدرلينډ سره تر برياليو سياليو وروسته نن سهار هېواد ته را ورسېده.
د حامد کرزي نړيوال هوايي ډګر کې د افغانستان کرکټ بورډ اجرائيوي رييس شفيق الله ستانکزي او د ادارې نورو چارواکو او کارکوونکو له خوا د ملي لوبغاړو تود هرکلی وشو.
شفيق الله ستانکزي په هوايي ډګر کې خبريالانو ته وويل چې ملي لوبـډلې د اروپا سفر په برياليتوب سره پاى ته ورساوو او ښې لاسته راوړنې يې درلودې.
هغه زياته کړه: ((د دغه سفر په ترڅ کې موږ خپلې ټاکلې موخې ته چې د انټرکانټنينټال کپ سياليو د نومرو جدول کې لومړي مقام و، ترلاسه کړ.))
د ملي لوبډلې لوبډلمشر اصغر ستانکزي پژواک ته وويل: "زموږ لوبډله د لوبې په دواړو څانګو ښه وځلېده. پخوا هم موږ په ځانګړي ډول د ايرلينډ لوبډلې پر وړاندې لوبېدلي يو او ماتې يې هم راکړې دي خو دا ځل زموږ په لوبغاړو کې د پام وړ پرمختګ راغلی وو.))
د هغه په وينا، دې سياليو لپاره دوى له بشپړې چمتووالي سره تللي وو او پايله يې ټولو وليده چې افغانستان ډک لاس راستون شو.
د يادونې ده، ملي لوبډلې لومړى له سکاټلينډ څخه د يو ورځنيو لړۍ يو پر صفر وګټله بيا له ايرلينډ سره يې د پنځو يو ورځنيو نړيوالو لوبې دوه په دوه برابره شوه او هالنډ ته يې د انټرکانټنڼتال کپ په څلور ورځنۍ ماتې ورکړې او د نومرو په جدول کې يې لومړى مقام خپل کړ.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










