کابل (پژواک، ١٨ زمرى ٩٥): دوو افغان ورزشکارانو د تکواندو څانګې پنځم پړاو د اتلولۍ په سياليو کې چې په سويلي اسيا کې جوړې شوې، يو د سرو او درې د سپينو مډالونه تر لاسه کړل.
دغه سيالۍ د روان کال د اګسټ له پنځمې نه تر اتمې نېټې پورې د هند په بنګلور اياليت کې د سوېلي اسيا هېوادونو تر منځ جوړې شوې وې.
په دې سياليو کې د بنګلديش، بوتان، هند، مالديو، نيپال، پاکستان، سريلانکا او افغانستان لوبغاړو د تکواندو په برخه کې له يو بل سره سيالۍ وکړې.
افغان ورزش کار اسلام الدين احمدي د تکواندو څانګې په ٦٣ کيلوګرامه وزن کې له يادو شوو سياليو يو د سرو زرو او يو سپينو زرو مډال، بل افغان ورزشکار سيد انور حسيني په ٦٠ کيلوګرامه وزن کې د سپينو زرو دوه مډالونه تر لاسه کړل.
افغان ورزشکار سيد انور حسيني وويل: ((زيات خوښ يم چې وتوانېدم د خپل هېواد بيراغ ورپوم.))
هغه زياته کړه چې په دې سياليو کې توانېدلى چې خپل پاکستاني او بوتاني سيالان مات کړي، خو د خپل هندي سيال پر وړاندې يې ماته خوړلې ده.
د دغه افغان ورزشکار په خبره، دوى د افغانستان د تکواندو ملي ټولنې (اى ټي اېف) په استازولۍ په دغو سياليو کې ګډون کړى دى.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










