جلال اباد(پژواک،١٨زمرى٩٥): د ننګرهار ولايت په بهسودو ولسوالۍ کې د ناټو ځواکونو پر موټريز کاروان ځانمرګى بريد وشو.
د ننګرهار د والي وياند عطالله خوږياڼي د زمري په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن مازيګر شاوخوا پنځه بجې د دې ولايت د بهسودو ولسوالۍ اړوند د اخندزاده صاحب په سيمه کې د ناټو ځواکونو پر موټريز کاروان ځانمرګى بريد شوى دى.
د هغه په وينا، ځانمرګى د سراچه موټر په وسيله تر سره شوى چې يواځې د ناټو يو موټر زيانمن شوى دى.
خوږياڼى وايي چې په دې بريد کې يواځې بريدکوونکى وژل شوى دى.
د سيمې اوسېدونکي فريد الله ساحل پژواک ته وويل: ((دغه بريد نن مازيګر د رينګ روډ پر سړک وشو.))
ده وويل چې په بريد کې د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري.
ناټو ځواکونو ويلي، چې په دې بريد کې دوه امريکايي ځواکونه سرسري ټپيان شوي دي.
د دې بريد مسووليت وسله والو طالبانو منلى دى. د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد وايي، په دې بريد کې شپږ بهرني ځواکونه وژل شوي او يو شمېر نور ژوبل دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن