کابل (پژواک، ١٩ زمرى ٩٥): د کرکټ د ملي شپږيزې شل اووريزو سياليو په لومړۍ لوبه کې د مرکزي زون بند امير لوبډلې د ختيځ زون سپين غر لوبـډلې ته ماتې ورکړه.
د کابل او د هېواد د پنځو زونونو لوبډلو تر منځ د کرکټ شل اووريزې سيالۍ (شپږيزه) د زمري په ١٩مه د کابل په الکوزي نړيوال کرکټ لوبغالي کې پيل شوې دي.
د دې سياليو لومړۍ لوبه د بند امير او سپين غر لوبډلو تر منځ ترسره شوه چې د بند امير په بريا پاى ته ورسېده.
د افغانستان د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دې لوبې پچه د سپين غر کپتان حميد حسن ګټلې وه، خو لومړى يې د بند امير لوبډلې ته د لوبې بلنه ورکړه.
د بندامير لوبډلې پيل ښه نه و او په ٤٥ منډو يې څلور پياوړي لوبغاړي وسوځېدل، خو وروسته حشمت الله شهيدي او نبي عيسى خېل په زړه پورې لوبه وکړه او د خپلې لوبډلې منډې يې په ٢٠ اورونو کې ١٦٤ ته يې ورسولې او سپين غر ته يې د ١٦٥ منډو هدف ورکړ.
نبي عيسى خېل د شپږو شپږيزو پر مټ ٨٣ او شهيدي ٥٠ منـډې جوړې کړې.
د سپين غر له خوا افتاب عالم درې، فريد ملک او ظاهر شېرزاد يو يو لوبغاړي وسوځول.
د سپين غر لوبـډله ياد هدف ترلاسه نه شو کړاى او ټوله لوبډله يې په نولسم اوور کې په ١٢٣ منډو وسوځېدله، دغه راز د بند امير لوبډله دا لوبه د ٤١ منډو په توپير سره وګټله.
د بند امير له لوري نوين الحق درې او نصرت الله دوه لوبغاړي وسوځول.
نن دويمه لوبه دامو او کابل بازانو ترمنځ ترسره کېږي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










