منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۲۹ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

شپږيزه، د کابل بازانو لوبډلې د امو لوبـډلې ته ماتې ورکړه

· ۱ دقیقه لوستل · ۶۲ کتنې

کابل (پژواک، ١٩ زمرى ٩٥): د کرکټ د ملي شپږيزې سياليو په دويمه لوبه کې د کابل بازانو لوبډلې د امو نهنګانو لوبډلې تر يوې په زړه پورې سيالۍ وروسته ماتې ورکړه.

د هېواد د پلازمينې کابل بازانو او پنځو زونونو لوبډلو په ګډون د شپږيزې ملي سيالۍ د زمري په ١٩مه، د کابل په ا لکوزي نړيوال لوبغالي کې پيل شوې دي.

ددې سياليو دويمه لوبه د کابل بازانو او امو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، ددې لوبې پچه د کابل لوبډلې ګټلې وه او لومړى يې توپوهنه وکړه. د کابل لوبډلې په ټاکل شويو ٢٠ اورونو کې د ٩ لوبغاړو په سوځېدو ١٥٤ منډې وکړې او امو ته يې د ١٥٥ منډو ورکړ.

د کابل له لوري اصغر ستانکزى ٣٦، کريم جنت ٣١، محمد سميع ٢٩ او شوکت زمان ٢٥ منډې جوړې کړې، د امو له لوري جاويد احمدي درې لوبغاړي وسوځول.

د امو لوبډله ياد هدف ترلاسه نه شو کړاى اود پنځو لوبغاړو په سوځېدو يې ١٤٤ منډې جوړې کړې، دغه راز د کابل لوبډلې دا لوبه د ١٤ منډو په توپير سره وګټله.

د امو له لوري سلمان بټ ٥١ او جاوېد احمد ٣٨ منډې جوړې کړې.

د کابل لوبغاړى نواز چې دوه لوبغاړي يې سوځولي وو، د لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول لوبې