کابل (پژواک، ۲۰ زمری ۹۵): د کرکټ د شپږیزې ملي سیالیو په دویمه ورځ د کابل بازانو لوبډلې د سپین غر لوبډلې ته ماتې ورکړه.
دا ملي شل اووریزې سیالۍ د زمري په ۲۹مه، په کابل کې پیل شوې، چې پکې شپږو لوبډلو برخه اخیستې ده.
د لوبې پچه سپین غر بازانو وګټله او خپله یې د توپوهنی پریکړه وکړه. د سپین غر لوبډله په ۱۳۳ منډو وسوځېدله او کابل ته یې د ۱۳۴ منډو هدف ورکړ.د سپین غر له لوري نړیوال لوبغاړي ناصر جمشید ۴۷ او شبیر نوري ۳۵ منډې جوړې کړې.
د کابل بازانو له لوري محمد سمیع او راشد خان ۳، ۳، او حمزه هوتک دوه لوبغاړي وسوځول.
دکابل بازانو لوبډلې یاد هدف په اتلسم اوور کې ددریو لوبغاړو په سوځیدلو ترلاسه کړه او لوبه یې وګټله، د کابل له لوري شهزاد محمدي په زړه پورې لوبه وکړه او د پنځو شپږیزو پر مټ یې ۷۷ منډې جوړې کړې او د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.
نن سهار په لومړۍ لوبه کې د مس عینک لوبدلې د بست لوبډلې ته ماتې ورکړې وه.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










