کابل (پژواک، ٢٠ زمرى ٩٥): د کرکټ د ملي شپږيزې سياليو په لړ کې د مس عينک اتلانو د بست ساتونکو ته ماتې ورکړه.
د هېواد د پلازمېنې کابل بازانو او پنځو زونونو لوبډلو په ګډون د شپږيزې ملي شل اووريزې سيالۍ د زمري په ١٩مه، د کابل په ا لکوزي نړيوال لوبغالي کې پيل شوې دي.
د افغانستان د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د زمري په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن د سياليو په دويمه ورځ لومړۍ لوبه د مس عينک اتلانو او بست ساتونکو تر منځ ترسره شوه.
هغه زياته کړه چې د لوبې پچه بست لوبډلې وګټله او مس عينک اتلانو ته يې د توپوهنې بلنه ورکړه.
د مس عينک د توپوهونکو او په ځانګړې توګه د ملي لوبغاړي نورعلي ځدراڼ د ښې لوبې له امله ٢١٠ منډې وکړې او بست ته يې د ٢١١ منډو هدف ورکړ.
د مس عينک له لوري نور علي ځدراڼ ٨٩، کامران اکمل ٦٠ او احسان الله جنت ٤١ منډې وکړې.
د بست ساتونکي لوبډلې په ټاکل شوو ٢٠ اورونو کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره ١٥٨ منډې جوړې کړې او دغه راز د مس عينک لوبـډلې دا لوبه د ٥٢ منډو په توپير سره وګټله.
د مس عينک له لوري رحمت شاه درې لوبغاړي، مجيب ٢ او ګلبدين نايب يو لوبغاړى وسوځولو.
اوس دويمه لوبه د کابل بازانو او سپين غر زمريانو تر منځ پيل شوې ده.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










