ترينکوټ (پژواک، ٢١ زمرى ٩٥): د اروزګان د لوبو مسوولين او لوبغاړي وايي چې د دغه ولايت يوازېنى ورزشي لوبغالى د ويجاړېدو په حال کې دى.
د دغه ولايت په مرکز ترينکوټ ښار کې درې کاله مخکې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت د ٦٠٠زره امريکايي ډالرو په لګښت د دغه لوبغالي د جوړولو چارې پيل او څو مياشتې مخکې ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
په اروزګان کې د دغه ورزشي لوبغالي تر جوړېدو وروسته د ولايت د مرکز او ولسواليو لوبغالي خوښ و چې د لوبو لپاره يې مناسب ځاى پيدا کړ، خو اوس ځکه ناهيلي شوي چې دا لوبغالى د نه پاملرنې له امله د ويجاړېدو په حال کې دى.
د ترينکوټ ښار يوه لوبغاړي احمدشاه جواد پژواک خبري اژانس ته وويل چې دوى دغه لوبغالي جوړېدو ته ځکه ډېر خوښ وو چې پخوا يې د لوبو لپاره مناسب ځاى نه درلود.
د هغه په وينا، پخوا يې په خاورو دوړو کې لوبې کولې چې له امله يې يو شمېر لوبغاړي پر ناروغيو هم اخته شوي وو، خو د دغه ميدان جوړېدل لوبغاړو ته نوې حوصله ورکړې وه.
خو جواد وايي چې د مسوولينو د نه پاملرنې له امله دا ميدان اوس د ويجاړېدو په حال کې دى، چمن يې وچ شوى او ځينې نورې برخې يې هم زيانمنې شوې دي.
د دغه ولايت د چورې ولسوالۍ يوه لوبغاړي نصرت الله وفا پژواک ته وويل، څو ورځې کېږي چې دغه ورزشي لوبغالي ته د ورزش لپاره ورځي، خو لوبې ځکه نه شي کولى چې چمن يې وچ او د لوبو لپاره مناسب نه دى.
د هغه په وينا، د ميدان د خرابوالي له امله ډېرى مهال لوبغاړو ته ستونزې پيدا کېږي او ځيني مهال ټپي کېږي هم.
هغه له مسوولينو غوښتنه وکړه چې دغه يوازېني لوبغالي ته زياته پاملرنه وکړي.
د اروزګان د ولايتي شورا رييس عبدالکريم خادمزى هم مني چې د ورزشي لوبغالي پروژه په ډېر ټيټ کيفيت ترسره شوې او دا مهال د منځه تللو په حال کې ده.
هغه پژواک اژانس ته وويل چې د والي او نورو مسوولينو پر وړاندې يې ددې پروژې پر کيفيت نيوکه او اندېښنه شريکه کړې وه.
د اروزګان د ورزش او بدني روزني امر قدرت الله الفت هم وايي چې د دغه ورزشي لوبغالي ډېرې برخې د له منځه تلو په حال کې دي او اړوند شرکت په معياري توګه نه دى جوړ کړى.
هغه پژواک اژانس ته وويل چې دغه پروژه د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې د وزارت له خوا د ٨٠٠ سوه زرو ډالرو په لګښت بشپړه شوې او اوه مياشتې مخکې پرانيستل شوه.
دى وايي چې وروسته د شرکت له خوا دوه سوه زره ډالر نور هم واخيستل شول او ټول يو ميليون ډالر لګښت پرې راغلى.
د الفت په وينا، که څه هم د دې پروژې له سپارلو يوازې اوه مياشتې کېږي، خو د لوبغالي چارچاپېره دېوالونه او چمن يې د له منځه تلو په حال کې دي.
نوموړى وايي چې د شرکت له خوا د يو کال ضمانت لري، خو زياتوي چې څو ځلې يې له ولايتي مسوولينو غوښتي چې مسوول شرکت راغواړي، خو هغوى په دې برخه کې مرسته نه ده کړې.
د بدني روزنې امر وويل، د قرارداد له مخې ياد شرکت د چمن د اوبولو لپاره برمه او واټرپمپ ورته په واک کې ورکړي واى خو نه يې دي ورکړي.
د اروزګان د والي مرستيال عبدالواحد پټان له پژواک سره په خبرو کې د دې پروژې ټول مسووليت د ورزش د مسوولينو او د شرکت پر مسوولين واچاو.
ده زياته کړه، دا پروژه د پخوانيو چارواکو پر مهال بشپړه شوې، دوى په کې لاس نه لري.
د هغه په وينا، پخواني اړوند مسوولين بايد له دې پروژې څخه کلکه څارنه کړې واى.
خو پټان ژمنه وکړه چې په دې اړه به د ورزش له مسوولينو سره خبرې وکړي او ژر به دا ستونزه هواره کړي.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










