منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۵۹ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د برازيل المپيک سياليو کې لومړى افغان ورزشکار د سيالۍ ډګر ته ځي

· ۲ دقیقې لوستل · ۵۷ کتنې

کابل (پژواک، ٢١ زمرى ٩٥): نن به د برازيل ٢٠١٦ ريو المپيک سياليو کې لومړى افغان ورزشکار په جودو څانګه کې د خپل پرتګالي سيال پر وړاندې سيالۍ ته راووځي.

د برازيل ٢٠١٦ ريو المپيک سياليو کې چې تېره اوونۍ پيل شوې، د نورو سلګونو ورزشکارانو ترڅنګ درې افغان ورزشکاران هم په بېلابېلو ورزشي څانګو کې ګډون کوي.

د المپيک ملي کمېټې وياند احسان نيرو نن (د زمري ٢١مه) پژواک خبري اژانس ته وويل چې افغان ورزشکاران په دې سياليو کې ښه روحيه لري.

هغه زياته کړه چې توفيق بخشي به نن مازديګر پنځه بجې په ١٠٠ کيلوګرامه منفي وزن کې د خپل پرتګالي سيال جورج فونسيکا سره مخامخ شي.

د هغه په خبره، بخشي له لسو ورځو راهيسې په ريو کې د چمتو والي سيالۍ پيل کړې او اوسمهال بشپړ چمتو والى لري.

د هغه په خبره، دوه نور افغان ورزشکاران کيميا يوسفي د ښځو په سل متري منډه او وهاب ظاهري د نارينه وو په دوه سوه متره منډه کې سيالي کوي چې د اګسټ په ١٢ او ١٣مه نېټه به تر سره شي.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان د المپيک د تېرو سياليو نه دوه د برونزو مډالونه ترلاسه کړي دي.

افغان ورزشکار روح الله نيکپا د تکواندو په برخه کې په ٢٠٠٨زېږديز کال کې د چين المپيک او په ٢٠١٢ کال کې د لندن المپيک سياليو څخه دوه د برونزو مډالونه ترلاسه کړي دي.

تر اوسه د ٢٠١٦ ريو المپيک سياليو کې امريکايي ورزشکاران د ١١ سرو زرو، ١١ سپينو زرو او ١٠ برونزو مډالونو په تر لاسه کولو سره د مډال ګټونکي د لړليک په سرکې ځاى لري، ورپسې چين د ١٠ سرو زرو، ٥ سپينو زرو، ٨ برونزو په تر لاسه کولو سره په دويم او جاپان، استراليا او مجارستان په ترتيب سره په درېيم، څلورم او پنځم مقام کې ځاى لري.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول لوبې