منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۲۰ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

غني: د واکسیناتورانو تهدیدول د خپلو اولادونو د روغتیا ګواښل دي

· ۴ دقیقې لوستل · ۹۳ کتنې

کابل (پژواک ٢١ زمرى ٩٥): ولسمشر غني د پوليو د له منځه وړلو ملي کمپاين پر ښه تطبيق د ټينګار ترڅنګ وايي، د واکسیناتورانو ګواښل په حقیقت کې د خپلو اولادونو د روغتیا ګواښل دي.

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ولسمشر محمد اشرف غني نن سهار په ارګ کې د ملي توحید مرکز څخه د ویډیو کنفرانس له لارې د هېواد د ۳۴ ولایتونو له والیانو سره د پولیو د له منځه وړلو ملي پروګرام په تطبیق کې د ټولو ادارو په ګډه همغږۍ اود بې طرفۍ اصل په رعایتولو ټینګار وکړ.

په پیل کې د عامې روغتیا وزیر ډاکټر فیروزالدین فیروز د پولیو د له منځه وړلو رهبري ملي کمېټې دویمه ناسته کې د پولیو د له منځه وړلو په اړه کاري راپور وړاندې کړ او زیاته یې کړه، د پولیو د له منځه وړلو په موخه یې د هېواد په ولایتونو او ولسوالیو کې ګډې کمېټې ایجاد کړې دي.

نوموړي  په دې برخه کې د نورو وزارتونو او ولایتي ادارو ترڅنګ د ولسونو، علماوو او مدني فعالانو همکاري هم مهمه وبلله.

ده وويل، د عامې روغتیا وزارت په چوکاټ کې د پولیو د له منځه وړلو لپاره د بیړني عملیاتي ملي مرکز پر تشکیل سربېره یې د هېواد په سوېل، ختیځ او لوېدیځ زونونو کې درې عملیاتي بیړني مرکزونه جوړ کړي چې په کابل کې ملي عملیاتي پروګرام سره مسقیم ارتباط لري.

هغه زیاته کړه، په کندهار، هلمند، فراه، ننګرهار او کونړ ولایتونو کې چې د پولیو ویروس خطر په کې زیات دی، د پولیو د انسجام پنځه مرکزونه تاسیس کړي دي.

همدارنګه نوموړي څرګنده کړه، د دغه ملي پرګرام د موثر مدیریت لپاره یې د بېلابېلو وزارتونو، ملي او نړيوالو ادارو او پاکستان سره بېسارې همغږي رامنځته کړې ده.

د ده پهوينا، د افغانستان حکومت چې د پولیو د له منځه وړلوملي پروګرام رهبري په غاړه لري، ټولو اړوندو ملي او نړیوالو ادارو ته یې د حساب ورکولو موثر چوکاټ ایجاد کړی دی.

د عامې روغتیا وزیر د دولت له ولکې څخه وتلو سیمو ته نه لاسرسی د پولیو د له منځه وړلو پروګرام د تطبیق پر وړاندې لوی خنډ وباله  او زیاته یې کړه، د پولیو د له منځه وړلو ملي پروګرام  په تطبیق کې یې د بې طرفي د رعایتولو تر څنګ واکسین له نورو صحي خدماتو سره یو ځای کړی دی.

هغه وویل، د حکومت له ولکې د وتلو سیمو د تګ راتګ په لارو کې یې د واکسیناتورانو دایمي ټیمونه فعال کړي دي او همدارنګه یې د قومي مشرانو او دیني علماوو له رول څخه هم ګټه اخیستې ده.

فیروز وايي، د ټولنې د پوهاوي او ښه بسیج په موخه یې  د هېواد په کچه ملي اسلامي مشورتي ګروپ تشکیل کړی چې له بین المللي اسلامي مشورتي ګروپ سره موثره کاري اړیکه لري.

ده زیاته کړه، د هېواد په ۴۷ ولسوالیو کې  د ټولنې د ۷زره بسیج کوونکو استخدام  جریان لري چې ژر به بشپړ شي.

نوموړي د ټولو ملي او نړیوالو بنسټونو په ځانګړي ډول د حج او اوقافو، پوهنې، مخابراتو، کلیو پراختیا، کورنیو چارو وزارتونو او والیانو له  همکارۍ څخه  مننه وکړه.

همدارنګه د حج او اوقافو وزیر او د پوهنې وزارت مرستیال او د کندهار، هلمند، ننګرهار، کونړ او فراه ولایتونو والیانو هم د پولیو د له منځه وړلو ملي کمپاین په اړه خبرې وکړې او په دې اړه یې د لا ډېرو همکاریو ډاډ ورکړ.

ولسمشر د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو وژل شويو سرتېرو او هغو واکسیناتورانو چې د دغه ملي پروګرام د تطبیق پرمهال وژل شوي دي، دعا وکړه او مسوولینو ته یې لارښوونه وکړه، چې د هغوی له کورنیو سره لازمې مرستې وکړي.

ده وويل، واکسیناتوران هم د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو په څېر د هېواد د ماشومانو ژوند او روغتیا ژغوري او څوک چې دوی ته تهدید کوي، په حقیقت کې د خپلو اولادونو روغتیا ګواښي.

غني ټینګار وکړ، چې د پولیو د له منځه وړلو ملي کمپاین د ښه تطبیق او د بې طرفۍ په موخه دې د کلیو پراختیا، علماوو، قومي مشرانو او مدني ټولنې د فعالانو له رول او همکارۍ څخه ګټه واخیستل شي.

ولسمشر د ملکي هوایي چلند ادارې، حج او اوقافو او بهرنیو چارو وزارتونو ته لارښوونه وکړه، چې د حاجیانو په ګډون بهر ته د تلونکو افغانانو د واکسین کولو لپاره خاص ترتیبات ونیسي.

د پولیو د له منځه وړلو لپاره د جمهور رئیس فوق العاده استازي ډاکټر نجیب الله مجددي د پولیو د له منځه وړلو ملي کمپاین د ښه تطبیق په برخه کې د ټولو ادارو همکاري او همغږي مهمه وبلله او  د ولسمشر د خبرو په تائید یې  د دغه ملي کمپاین د بې طرفۍ د اصل په ساتلو زیات ټینګار وکړ.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا