منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۱۹ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

شپږیزه، د څلورمې ورځې لوبې سپین غر زمریانو او امو نهنګانو وګټلې

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۱۰ کتنې

کابل (پژواک، ۲۲ زمری ۹۵): افغانستان کرکټ بورډ له خوا پیل شوې د کورني کرکټ مخکښه د الکوزی کولا ـ شپږیزه ملي سیالیو د څلورمې ورځې لوبې د سپین غر بازانو ، د بست ساتونکو او د امو نهنګانو د بند امیر پر وړاندې بریاوې ترلاسه کړې.
د هېواد د شپږو پیاوړو لوبډلو ترمنځ دا شل اووریزې ملي سیالۍ د زمري په ۱۹مه، د کابل په الکوزي کرکټ نړیوال لوبغالي کې پیل شوې دي.
ددې سیالیو په څلورمه ورځ، نن سهار لومړۍ لوبه د بست ساتونکو او سپین غرزمریانو ترمنځ ترسره شوه، ددې لوبې پچه د بست ساتونکو وګټله او خپله یې د توپوهنې پرېکړه وکړه.
د بست لوبډلې په ټاکلو شلو اورونو کې یې د ۳ لوبغاړو په سوځیدو ۱۸۵ منډې جوړې کړې، چې له ډلې یې نجیب الله ځدراڼ ۶۳ ، فضل ځاځي ۵۶ او بسم الله خان ۴۳ مندې وکړې، له مقابلې لوبډلې څخه حمید حسن، فرید احمد ملک او سمیع الله شینواري یو یو لوبغاړی وسوځول.
د سپین غر زمریانو لوبډلې وکولی شوای چې ورکړل شوی هدف، د وروستي اوور په پنځم بال پوره کړ او لوبه یې په خپله بریا پای ته ورسوله.
د سپین غرزمریانو له ډلې شبیر نوري په زړه پورې لوبه وکړه او ۹۸ ناسوځیدلې منډې وکړې او د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه یې ترلاسه کړه .
د نن ورځې دوهمه او د سیالیو اتمه لوبه، د بند امیر ښامارانو او امو نهنګان ترمنځ وشوه.
د بند امیر لوبډلې د لوبې پچه وګټله او خپله یې د توپوهنې لپاره میدان ته راووتل ، دوی په ټاکلو شلو اورونو کې یې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سیالې لوبډلې ته ۱۳۶ منډې جوړې کړې.
له ډلې یې سکندر رضا ۴۲ او محمد نبي عیسی خیل ۳۹ منډې وکړې او د امو نهنګانو له لوري شراف الدین اشرف، یمین احمدزي، ناصر توتاخیل او عبدالرحیمزي دوه ـ دوه لوبغاړي وسوځول.
د امو نهنګانو لوبډلې د لوبې د نولسم اوور په پنځم بال باندې د بند امیر لوبډلې ورکړل شوی هدف پوره کړ او لوبه یې وګټله.
ددوی له لوري عثمان غني ۴۷ ، جاوید احمدي ۴۵ او افسر ځاځي ۳۶ منډې وکړې.
د دغې لوبې غوره لوبغاړي شراف الدین اشرف وټاکل شو چې د مقابلې لوبډلې غوره لوبغاړي محمد نبي عیسي خیل او سکند رضا یې سوځولي وو .
سبا به د الکوزی کولاـ شپږیزه لیګ په پنځمه ورځ لومړۍ لوبه کابل بازان او مس عینک ترمنځ او دویمه لوبه به د سپین غر زمریانو او د امو نهنګانو ترمنځ ترسره شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول لوبې