کابل (پژواک، ٢٣ زمرى ٩٥): د بې پولې ډاکټرانو نړيوال تنظيم وايي چې په هلمند ولايت کې د جګړو له امله خلک نه شي کولى، خپل ناروغان په وخت سره روغتون ته ورسوي.
له تېرو څو اوونيو راهيسې د هلمند ولايت د مرکز لښکرګاه په ګډون په يو شمېر ولسواليو کې سختې جګړې روانې دي، چې له امله يې په جګړو کې ښکېلو دواړو لوريو او عامو خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د بې پولې ډاکټرانو نړيوال تنظيم وايي چې په هلمند ولايت کې د روانو جګړو له امله روغتيايي خدمتونو ته د خلکو لاسرسى محدود شوى دى.
د ياد تنظيم لخوا د زمري په ٢٣مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېـږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، له هغه راهيسې چې جګړه د هلمند ولايت مرکز لښکرګاه شاوخوا ولسواليو ته رسېدلې، ناروغان او ټپيان د بوست روغتون ته د رسېدو لپاره ډېره هڅه کوي .
دا ايمرجنسي روغتون ۳۰۰ بستريز دی چې د بې پولې ډاکټرانو او افغانستان د عامې روغتيا وزارت په ګډه همکارۍ يې چارې پرمخ ځي.
سرچينې زياته کړې، په تېره لسيزه کې هلمند په دوامداره توګه د دولتي ځواکونو او مخالفينو ترمنځ د جګړو شاهد و . دا يو له هغه اساسي خنډونو څخه دی چې روغتيايي خدمتونو ته د خلکو د لاسرسي مخه نيسي.
په افغانستان کې د ام اس اف استازى ګيلهم موليني وايي چې د جګړو شدت او روغتون ته د جګړو د ډګر رانږدې کېدل په ښکاره توګه روغتيايي خدمتونو ته د خلکو د لاسرسي مخنيوی کوي.
د هغه په وينا، د جګړو له امله اوس په څلورو کې يو ناروغ نه شي کولی چې د روغتون بېړنۍ خونې ته ځان ورسوي.
په خبرپاڼه کې راغلي، د هلمند ناروغان وايي چې سړکونه بند دي او امنيتي پوستې روغتون ته د رارسېدلو لپاره د ځنډ لامل کېږي.
ياد سازمان ويلي، چې د دوى د هلمند روغتون ته اوس د جګړو له امله د ناروغانو مراجعه کمه شوې ده.
سرچينې ويلي، د اګست په مياشت کی په اوسط ډول هره ورځ ۲۵ ناروغان چې عمرونه يې اکثراْ له ۵ کلونو څخه کم دي، ددې روغتون د خوارځواکۍ په وارډ کې بستر شوی دي. چې دا شمېره د کال ددې موسم په پرتله ډېر څرګند کموالی ښيي.
موليني ټينګار وکړ چې د خوارځواکو ناروغانو د شمېر راکمېدل ډېر د تشويش وړ خبره ده، ځکه چې د خوارځواکۍ د درملنی ځنډېدل د ماشوم د ودې او نمو مخنيوی کوي او د مړينې لامل يې ګرځي.
د هغه په وينا، دا په هلمند کې د ماشومانو د مرګ اساسي لامل دی. حتی له شخړو پرته هم ماشومان اکثر د بُست روغتون ته ناوخته او په وخيم حالت کې رارسيږي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










