منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۱۹ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د مس عينک اتلانو د مخکې تګ چانس پيدا کړ

· ۲ دقیقې لوستل · ۶۶ کتنې

کابل (پژواک، ٢٤ زمرى ٩٥): د کرکټ د ملي شپـږيزې سياليو په لړ کې د مس عينک اتلانو لوبډلې د بند امير لوبـډلې ته په ماتې ورکولو سره دويم پړاو ته د تلو چانس ترلاسه کړ.

د کابل او د هېواد د پنځو زونونو د لوبـډلو تر منځ د کرکټ ملي شل اووريزې شپږيزې سيالۍ د زمري په ١٩مه د کابل په الکوزي نړيوال کرکټ لوبغالي کې پيل شوې دي.

د دې سياليو په شپږمه ورځ نن سهار لومړۍ لوبه د مس عينک اتلانو او بند امير ښامارانو تر منځ ترسره شوه، د دې لوبې پچه مس عينک وګټله او لومړى يې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

د بند امير لوبـډلې په ټاکل شوو ٢٠ اورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو ١٤٩مڼدې جوړې کړې او مس عينک ته يې د ١٥٠ منډو هدف ورکړ.

د دوى له لوري محمدنبي يو ځل بيا ښه لوبه وکړه او د ٧ شپږيزو پر مټ يې ٦٥ منډې جوړې کړې، د مس عينک له لوري ضياء الرحمن دوه لوبغاړي وسوځول.

د مس عينک لوبـډلې ياد هدف په  شلم اوور کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه کړ او د دې سياليو په ترڅ کې يې دويمه بريا ترلاسه کړه.

د دوى له لوري احسان الله ٤٧ او نوروز منګل ٤٢ منډې جوړې کړې، د بند امير له لوري نوين الحق دوه لوبغاړي وسوځول.

نوروز منګل د لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.

نن تر غرمې وروسته دويمه لوبه د بست ساتونکو او کابل بازانو تر منځ پيل شوې ده.

تر اوسه په دې سياليو کې د کابل بازانو لوبـډلې درې لوبې کړې او ټول يې ګټلې او د نومرو په جدول کې په لومړي نمبر کې قرار لري، د امو نهنګانو څلورو لوبو کې درې ګټلي  دويم مقام کې دي، بند امير څلورو کې دوه ګټلي  درېيم دي، مس عينک هم څلورو کې دوه ګټلي په څلورم مقام دي، د سپين غر لوبډله په څلورو کې يوه ګټلې په پنځم مقام کې دي او د بست لوبـډله درې واړه لوبې بايللې او په وروستي شپږ مقام کې ځاى لري.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول لوبې