کابل (پژواک،٢٣ زمرى ٩٥): د افغانستان بوټ ګنډنې ټولنه وايي چې هېواد کې د بوټونو توليد له ٩٣ سلنې رکود وروسته، وروستيو کابو پنځو کلنو کې څلور برابره لوړ شوي دي.
د بوټونو صنعت کاران، هېواد کې ددې صنعت ودې لپاره له حکومت څخه د بوټونو کارخانو لپاره د ځمکې، د بوټونو اومه موادو توليد د فابريکو جوړلو لپاره د اړينو اسانتياوو غوښتنه کوي او د سوداګرۍ او صنايعو وزارت وايي چې دې برخه کې کار روان دى.
د يادې ټولنې مشر محمد اصف جامي پژواک خبري اژانس ته وويل چې افغانستان کې د بوټ ګنډنې صنعت سل کلنه مخينه لري او د ٦٠ مې لسيزې په کلنو کې، شاوخوا ٣٠٠٠ د بوټونو توليد کارخانو شتون درلود.
نوموړي زياته کړه چې ان هغه مهال، د "عقاب" او "اهو" کارخانو توليدي بوټان د غوره کيفيت له امله تاجکستان، اوزبکستان، اذربايجان، ترکيې او المان ته صادرېدل.
نوموړي وويل چې د ١٣٧١ کال کورنيو جګړو کې او له هغه څخه وروسته، ٩٣ سلنه دا فابريکې له فع
اليت څخه پاتې شوي او تر ١٣٩٠ کال پورې له ٢٠٠ کمو فابريکو په هېواد کې فعاليت درلود او د توليد کچه يې له يو ميليون جوړو څخه يو څه لږ وه.
خو هغه زياته کړه چې له ١٣٩٠ کال څخه وروسته بوټ ګنډونکو يوه ټولنه جوړه کړه او د اړينو پروګرامونو په لار اچولو سره يې ددې صنعت بيرته ژوندي کولو لپاره هڅې پيل کړې.
د جامي په وينا، اوسمهال د بوټونو توليدونکې٦٥٠ کارخانو کې چې کابل، هرات، ننګرهار، بلخ، پکتيا، سمنګان، فراه، غزنى،کندهار او کندوز ولايتونو کې هر کال ٤ ميليونه جوړې بوټان توليدوي چې ١٥ سلنه هېواد کې د ننه اړتياوي پوره کوي.
د نوموړي معلوماتو له مخې، دمګړۍ د هېواد بوټانو توليدي فابريکو کې پنځه زره کسان په کار بوخت دي.
هغه د جزيياتو له ورکولو پرته وويل چې اوسمهال پکتيا کې د بوټانو توليد يوه کارخانه فعاليت کوي چې بوټونه يې پاکستان ته صادرېږي؛ خو کچه يې لږ ده.
نوموړي يادونه وکړه چې ډيرى دا فابريکې په کابل، ننګرهار او بلخ ولايتونو کې فعاليت کوي.
جامي زياته کړه که حکومت د بوټ ګنډنې له صنعت څخه ملاتړ وکړي، شته کارخانې به و توانېږي چې يو کال کې د خپلو توليداتو کچه ٣٠ سلنې ته زياته کړي.
د بوټ ګنډنې ټولنې مشر وويل :" له حکومت څخه غواړو چې موږ ته ځمکه په واک کې راکړي، برېښنا راکړي او د صنعتي احيا بانک څخه د پورونو اسانتياوې راته برابرې کړي؛ له دې پرته به د بوټانو توليد کارخانې بېرته له فعاليت څخه پاتې شي او له رکود سره به مخ شي."
نوموړي زياته کړه چې دا مهال د بوټونو اومه مواد له ګاونډيو هېوادونو پاکستان او چين څخه واردېږي او کورني توليدات غوره کيفيت لري ؛ نو ځکه د کورنيو بوټانو بيې له وارداتي بوټونو څخه لوړې دي.
د هغه په وينا، حکومت دې موکه برابره کړي چې د کچه موادو د توليد کارخانې مرکز او د هېواد نورو ولايتونو کې جوړې شي؛ ځکه دا کار کولى شي د کورنيو بوټونو پر بيو اغېز پرې باسي.
دغه راز د جامي په وينا، که حکومت د ځمکې او برېښنا په څېر اسانتياوو رامنځ ته کولو سره ددې صنعت ودې ته کلکه پاملرنه وکړي، د کارخانو په زياتېدو او پراختيا سره هېواد کې زرګونو کسانو ته د کار موکې رامنځ ته کېږي او هېواد د بوټونو په برخه کې په ځان بسيا کېداى شي.
همداراز د افغانستان د صنايعو ټولنې مشر سخي احمد پيمان د جامي د خبرو په تاييد سره وويل : که دې صنعت او ددې صنعت کارکونکو ته پاملرنه و نه شي، که د خامو توکو توليد فابريکه هېواد کې د ننه رامنځ ته نه شي، هېواد کې به د بوټونو صنعت يو ځل بيا له رکود سره مخ شي.
نوموړي هيله وښوده چې حکومت به د صنعت کارانو ستونزو هوارۍ لپاره جدي پاملرنه وکړي.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو وزارت وياند مساپر قوقندي وويل چې د صنعت وده او له صنعت کارانو څخه ملاتړ د حکومت په لومړيتوبونو کې ځاى لري او د سوداګرۍ او صنايعو وزارت د بوټ ګنډنې له صنعت څخه د ملاتړ مقررې پر مسوده کار کوي.
د هغه په وينا دا مقرره به ډېر ژر بشپړه او د پړاوونو له ترسره کېدو وروسته به د اجرا وړ وګرځي، د بوټانو ګنډلو په برخه کې د ټولو صنعت کارانو اړتياوې په پام کې نيول شوي دي.
نوموړي وويل چې له ټولو امکاناتو سره د دغه صنعت لپاره د يو ښارګوټي جوړول او په دې ښارګوټي کې د اومو توکو توليد يوې فابريکې جوړول ددې مقررې د مهمو موادو له جملې څخه دي.
د هغه په خبره، د افغانستان سوداګرۍ او صنايعو وزارت د کابل ښار په اسمايي واټ کې يو ځاى د کورنيو بوټانو توليد کارخانو او دايمي نندارتون لپاره په لږ کرايه ورکړى دى.
قوقندي، د بوټ ګنډلو او صنعت کارانو ټولنه له ټولو افغانانو غواړي چې له خپلو کورنيو توليداتو ملاتړ وکړي او د هېواد جوړ له بوټانو څخه ګټه واخلي.
دکابل ښار د حبيبيې ليسې د دولسم ټولګي زده کونکي او د(( سيدمحمد بوتيک)) د بوټانو توليدي کارخانې يو بوټ ګنډونکي سيد نويد وويل چې بوټ ګنډنه يې همدې کارخانه کې زده کړې ده.
د هغه په وينا، د افغانستان توليدي بوټان د چين او پاکستان له بوټونو څخه غوره دي.
همداراز د کابل پوهنتون د ژورناليزم پوهنځي د لومړي کال محصلې وږمې وويل چې له يو کال راهيسې له خپلې ټولې کورنۍ سره له هېوادنيو بوټانو څخه استفاده کوي؛ ځکه کيفيت يې ښه دى.
نوموړې زياته کړه چې له دې وړاندې يې له چينايي او پاکستاني بوټانو څخه استفاده کوله؛ خو دوه مياشتې وروسته به ترې استفاده نه کېده؛ خو هېواد کې جوړ شوي يوه جوړه بوټان مې واخيستل چې د يو کال په تېرېدو اوس هم د استفادې وړ دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.









