کابل(پژواک، ۲۸ زمری ۹۵): هغه دوه افغان بايسکل چلوونکي چې اسيا، اروپا او د امريکا په ګډون ۱۵هېوادونو او د ملګرو ملتونو سر منشي ته يې د سولې پيغام رسولى له ياد پيغام سره تېره ورځ هندته رسېدلي دي.
په هندکې دافغانستان د سفارت لخوا پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دوو افغان بايسکل چلوونکو ډاکټرنادرشاه او د ده زوى فېروزخان له کابل څخه د بايسکل په وسيله د ۱۱۰۰۰ کيلومتره لارې په وهلو سره د يوه کال او دوه مياشتو په موده کې داسيا، اروپا او امريکا په ګډون ۱۵ هېوادونو او د ملګرو ملتونو سر منشي بانکې مون ته د سولې پيغام رسولى او تېره ورځ له ياد پيغام سره هندته رسېدلي دي.
سرچينه د دوی له خولې ليکي چې افغانان سوله غواړي او سوله غوښتونکي خلک دی، له جګړې او د پرديو له لاسوهنې ستړي شوي، نور يې زغم نه لري.
د سرچينې په وينا، افغانان چې تل د تروريزم قرباني شوي، نو د هر هغه اقدام او غږ پورته کولو چې د تروريزم پر خلاف وي ملاتړ يې کوي، هيله ده د افغانستان خلکو سره د سولې په راتګ کې مرسته وکړي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دوی تېره ورځ د زمري په ۲۶ مه له همدې پيغام سره په نوي ډهلي کې د افغانستان لوى سفارت ته ورسېدل او د افغانستان سفير شيدا محمدابدالي او ددې سفارت غړي يې هرکلی ته ولاړ وو.
سرچينه زياتوي، د افغانستان لوى سفير د دوى دا نيک اقدام وستايه او دا يې د سولې اوثبات په لاره کې يو مثبت قدم وګاڼه.
د افغانستان لوى سفير له مطبوعاتو سره په خپلو خبرو کې وويل : (( زه د زړه له کومې ددوى له دې نېکې او سوله غوښتونکې هڅه څخه مننه کوم چې د افغان ولس د سولې پيغام يې د نړۍ په ولسونو وګرځاوه.))
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










