کابل (پژواک، ۲۸ زمری ۹۵) : د کرکټ د ملي شل اووریزو شپږیزې په نیمه پای لوبه کې د مس عینک لوبډلې امو ته په ماتې ورکولو سره ددې سیالیو پای لوبې ته لاره پیدا کړه.
د لوبې پچه د مس عینک اتلانو وګټله او خپله یې د توپوهنې پریکړه وکړه، دوی په ټاکلو شلو اوورونو کې یې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۱۸۵ منډې جوړې کړې چې له ډلې څخه یې زیاتې منډې نوروز منګل ۶۱ او رحمت شاه ۴۰ وکړې.
د مقابلې لوبډلې امو نهنګان ونه توانیدل چې د مس عینک له خوا ورکړل شوی هدف پوره کړي، په اتلسم اوور کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۳ منډې جوړې کړې او لوبه د مس عینک اتلانو په بریا پای ته ورسېده.
د مس عینک اتلانو له لوبډلې څخه دولت ځدراڼ ۴، رحمت شاه ۳ ، مجیب ۲ او نوروز منګل یو لوبغاړی وسوځاوه.
د یادې لوبې غوره لوبغاړی دولت ځدراڼ وټاکل شو، په څلورو اوورونو کې یې ۲۸ منډې ورکړې وې او ۴ لوبغاړي یې سوځولي و، نوموړي ته د افغانستان د کرکټ بورډ د اجراییوي ريیس شفیق الله ستانیکزي او د چارو د اداري دمرستیال نعمت الله سایر په لاسونو د غوره لوبغاړي جایزې ورکړل شوې.
د جمعې په ورځ به د مس عینک اوکابل بازانو ترمنځ پای لوبه ترسره شي.
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










