منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۵۶ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی

د کرکټ ملي شپږيزې سيالۍ پاى لوبه په انځورونو کې

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۵۲ کتنې

کابل (پژواک، ٣٠ زمرى ٩٥): د افغانستان کرکټ بورډ په نوښت د شل اووريز کرکټ ملي شپـږيزې سيالۍ له يو شمېر نويو نوښتونو سره د زمري په ٢٩مه، د کابل بازانو په بريا سره پاى ته ورسېده.

ددې سياليو ليدلو ته هره ورځ زرګونه مينه وال ته تلل، خو پاى لوبې ته ډير زيات مينه وال ورغلي وو او په لوبغالي کې نه ځاييدل.

سږ کال د شپږيزو سياليو يوه ځانګړتيا وه، چې ګڼ شمېر نړيوال لوبغاړي هم ورته راغلي وو.

د شپږيزې سياليو پاى لوبې ته دومره مينه وال  راغلي وو، چې په ميدان کې نه ځاييدل او زرګونو کسانو بهر له انتظاره وروسته بيرته ناهيلي ستانه شول.

د پاى لوبې د پيل په مراسمو کې ملي سرود وغږول شول

د پاى لوبې لوبڅاران

 

اصغر ستانکزي د پوليو څاڅکي اچولو پر مهال

نوروز منګل د څاڅکي اچولو پر مهال

 

دواړه لوبډلمشران اصغر ستانکزى او نوروز منګل لوبغالي ته راغلل، څو د لوبې پچه واچول شي

د لوبې پچه دمس عينک لوبډلې وګټله او لومړى يې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

د مس عينک لوبډلې لوبه ښه پيل کړې وه

خو تر ١٥ اوور وروسته د راشد ارمان د ښې لوبې مقابله يې ونه شوه کړاى

د مس عينک لوبډله په ٢٠ اورونو کې ١٣٩ منډې جوړې کړې او کابل بازانو ته يې د ١٤٠ منډو هدف ورکړ.

راشد ارمان د مس عينک ملا ماته کړه او مهم لوبغاړي يې وسوځول.

د کابل بازانو لوبـډلې لوبه تېزه پيل کړه او په لومړي اوور کې يې ٢١ منډې واخيستې.

ورپسې شهزاد محمدي تېزه لوبه او خوندوره وکړه او ٩٢ تيزې منډې يې جوړې کړې.

 

 

 

 

 

د کابل بازانو لوبډلې ياد هدف په ډېرې اسانۍ سره په اتلسم اوور کې ترلاسه لوبه او اتلولي يې وګټله.

د کابل بازانو لوبډلې تر بريا وروسته خوښي نمانځي او خپل لوبدلمشر اصغر ستانکزي په او‌ږو کينولى و

د کابل بازانو لوبغاړي خوښي نمانځي

د سياليو په پاى کې ګڼ شمير ميلمانه راغلي اوو لوبغاړو ته يې جايزې ورکړې.

د کابل بازانو لوبډلمشر اصغر ستانکزي ته د اتلولۍ جام ورکړل شو

د مس عينک لوبډلمشر نوروز منګل ته ددويم مقام جام ورکړل شو

شهزاد محمدي ته د پاى لوبې د غوره لوبغاړي جايزه ورکړل شوه

محمد نبي عيسى خېل ته د ټولو سياليو د غوره لوبغاړي جايزه ورکړل شوه.

 

 

 

 

 

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس نسيم الله دانش ژمنه وکړه، چې راتلونکي کال کې به شپږيزه له نورو نويو نوښتونو او لوړه کچه ترسره شي.

عکسونه د افغانستان کرکټ څخه په مننې