کابل ښار(پژواک، ٣١ زمرى ٩٥): دوه افغان بايسکل چلوونکي چې ١٤ مياشتې وړاندې يې د (( افغانان سوله او امنيت غواړي)) پيغام سره سفر پيل کړى و، د ١١ زره کيلومتره واټن په وهلو او ١٥ هېوادونو له ليدلو وروسته هېواد ته را ستانه شول.
٥٠ کلن نادرشاه او ٢٣ کلن فيروز ننګرهاري ١٤ مياشتې وړاندې له ترکيې نه د اروپا خواته د بايسکل پر وسيله خپل سفر پيل کړ او له ١٥ هېوادونو تر تېرېدو وروسته امريکا ته ورسېدل.
نادرشاه ننګرهاري پژواک خبري اژانس ته وويل چې د افغانانو پيغام يې د ١٥ هېوادونو له مشرانو او وګړو سره شريک کړى دى.
هغه زياته کړه:((زموږ د خلکو همدې ستونزې چې هره ورځ په جګړو او مرميو کې سوځي، دا احساس يې راکړ چې د خپلو ځورېدلو خلکو د سولې غږ نړۍ ته ورسوم، ددې زمينه راته مساعده شوه چې خپل سفر له ترکيې نه پر بايسکل پيل او تر بلغاريا، يوګوسلاويا، هنګري، اتريش، چک، جرمني، هالنډ، بلجيم، فرانسې، لندن، ډنمارک، ناروې، سکاټلنډ، د امريکا د اوو ايالتونو په ګډون د ملګرو ملتونو تر سازمان پورې ورسېږوو او د افغانانو پيغام نړيوالو ته ورسوو.))
هغه زياته کړه چې دې سفر يې ١٤ مياشتې ونيولې او په دې وتوانېدل چې زرګونه کيلومتره لار پر بايسکل ووهي او د افغانو دا پيغام چې له جګړې ستړي شوي، سوله، پرمختګ غواړي، تر نړۍ ورسوي او له هغوى يې وغوښتل چې په دې برخه کې له افغانانو سره مرسته او همکاري وکړي.
نادرشاه زياته کړه، دوى به چې کله هر هېواد ته ورسېدل، په هغه هېواد کې د مېشتو افغانانو او ځايي اوسېدونکو له تاوده هرکلي سره به مخ کېدل، دوى به ورته د افغانانو پيغامونه وړاندې کول او د افغانانو رښتينې څېره به يې ورته انځوروله.
نوموړي وويل چې نړۍ لا هم افغانستان له منفي ليد لوري ګوري او اړتيا ده چې د افغانستان په اړه د هېوادونو ذهنيت بدل کړي، د افغانانو رښتينې څېره چې هره ورځ بې ګناه وژل کېږي، د نړۍ ټولو هېوادونو ته معرفي شي.
نوموړي له افغان چارواکو مننه وکړه چې د سفر زمينه يې ورته مساعده کړې ده او ددې ترڅنګ يې د ګڼو هېوادونو نه ستاينليکونه تر لاسه کړي، خو المپيک کمېټې ورسره هېڅ ډول همکارى نه ده کړې.
د نادرشاه ننګرهاري زوى فيروز ننګرهارى چې په دې سفر کې يې د خپل پلار ملتيا کړې، وويل چې دوى د سفر پرمهال له ګڼو ستونزو سره مخ شول، حتى ډېرې شپې به په ځنګلونو او سړکونو ويده کېدل، خو هېڅکله له خپلې ارادې خسته نه شول.
نوموړي زياته کړه:(( د افغانانو پيغام مې هغه هېوادونو ته ورسولو چې ليدلي مو دي، حتى د ملګرو ملتونو سرمنشي ته مو هم وويل چې ځوانان کولى شي افغانستان د ملګرو ملتونو او د نړۍ د هېوادونو په همکارۍ له دې وضعيت وژغوري او بايد ترې ملاتړ وشي.))
د هغه په خبره، نړۍ ته د سولې پيغام رسول د هر افغان انساني دنده ده او هېڅکله به هم په دې مسووليت کې ناغيړي ونه کړي.
دده په اند چې افغانستان د نړۍ د پرمختګ او ودې له کاروان نه ډېر وروسته پاتې دى او يواځينۍ غوښتنه يې د نړۍ له هېوادونو داده چې افغانان له جګړې ستړي شوي، افغان ماشوم ښوونځى، روغتون، سړک او زده کړه غواړي.
فيروز يادونه وکړه چې دوى هره ورځ سل کيلومتره لار وهله، خو هېڅکله يې د خستګۍ احساس نه کاوه.
هغه څرګنده کړه، د نړيوالو پيغام دا و چې هغوى هېڅکله هم افغانستان نه دى هېرى کړى، له افغانستان سره په هره برخه کې همکاري کوي او خپلو مرستو ته دوام ورکوي، ددې ترڅنګ يې افغانانو ته پيغام دا و چې افغانان بايد خپل يو والى او پيوستون وساتي او د خپلو هېواد د ابادولو هڅې وکړي.
په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو پخوانۍ استازې صفیه صدیقي د نادرشاه ننګرهاري او د هغه د زوى د کارنامنو ستايلو ترڅنګ وويل چې دا وياړ د افغانستان په ټولو خلکو پورې اړه لري.
هغې زياته کړه، سره له دې چې د افغانانو هرکلى او شتون پيکه دى، خو د هغوى دا نوښت يو تاريخ دى چې په راتلونکي کې هم پرې وياړ کولى شو.
د يادونې ده چې نادرشاه ننګرهاري تر دې وړاندې هم له خپل زوى سره په ٢٠٠٣ کال کې نړۍ ته د افغانستان د رښتيني انځور د رسولو په موخه له ١٤ هېوادونو پر بايسکل تېر شو او خپل بايسکل يې د نورو تاريخي ميراثونو ترڅنګ ملي موزيم ته وسپارل شو.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










