کابل (پژواک، د وږي لومړۍ نېټه ۹۵): د ملي المپيک کمېټې د مخينه لرونکو اجرايوي بورډ جوړ کړ څو د اړوند فدراسيون له مخينه لرونکو کسانو سره منسجم او په اړوند کلپونو او فدراسيونونو کې ځوانو لوبغاړو ته د ورزش اړوند هېوادنی کلتور ور معرفي کړي.
د ملي المپيک د کمېټې سرپرست محمود حنيف نن په کابل کې خبريالانو ته وويل چې په هېواد کې پخوانيو لوبغاړو د افغانستان نوي او ځوان لوبغاړي په نړيوالو لوبو کې د مسابقو لپاره په ښه ډول روزلي نو اړينه ده چې درناوی يې هم وشي.
هغه وويل: "د ملي المپيک کمېټې هوډ کړی دا چې زموږ لوبغاړي تقاعد نه لري او هېڅ ډول امتيازات هم ورته نه دي ځانګړی کړی شوي، نو له مخينه لرونکو کسانو سره مو تر ناستو وروسته پرېکړه وکړه چې يادو کسانو مياشتنی ۱۰۰۰۰ افغانۍ په پام کې ونيول شي."
د ده په وينا، د ملي المپيک کمېټې ۱۹ تنو مخينه لرونکو کسانو څخه د المپيک ملي کمېټې د مخينه لرونکو اجرايوي بورډ جوړ کړ چې دغه بورډ ځانګړي دندې لري.
هغه زياتوي: "د يادو مخينه لرونکو کسانو لومړنۍ دنده دا ده چې دوی به د خپل فدراسيون اړوند مخينه لرونکي کسان سره رامنسجموي تر هغې وروسته به دوی اړونده کلپونو او فدراسيونونو ته ځي د خپل هېواد کلتور او فرهنګ به ځوانو لوبغاړو ته معرفي کوي او په اړه به يې معلومات ورکوي تر څو هغوی ورنه خبر او پلي يې کړي."
حنيف زياتوي چې ياد کسان به د خپل فدراسيون اړوند ۳۲ نارينه او ښځينه مخينه لرونکي کسان دغه بورډ ته معرفي او هغوی ته به د ملي المپيک کمېټې له خوا مياشتني ۱۰۰۰۰ افغانۍ معاش ورکول کېږي.
د افغانستان د سنوکر فدراسيون مشر او دياد بورډ غړي عزيز اعظمي پژواک له خبري اژانس سره د خبرو پر مهال د ملي المپيک کمېټې ياد کار وستايه او ويې ويل:" دا لومړی ځل چې داسې يو کار کېږي تردې وړاندې دافغانستان ورزشکارانو ته هېڅ ډول امتيازات په ځانګړي ډول (پېشکسوتانو) ته په پام کې نه وو نيول شوي."
دی زياتوي، پېشکسوتانو د افغانستان لپاره ډېر وياړونه راوړلي او ډېر پياوړي لوبغاړي يې روزلي دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










