کابل (پژواک، د وږي لومړۍ نېټه ٩٥): د افغانستان د شنا "لامبو" ملي فدارسيون چارواکي وايي چې په تېره څه باندې يوه لسيزه فعاليت کې يې هېڅ کومه لاسته راوړنه نه لرله او اوسمهال د دې ورزشي څانګې ورزشکاران د لامبو لپاره حتى يو حوض هم نه لري.
د افغانستان د شنا (لامبو) ملي فدارسيون په ١٣٨٣ لمريز کال کې د يوه خپلواک فدارسيون په توګه جوړ شو او وتوانېد چې د شنا د اسيايي او نړيوالو فدارسيونونو، د نړۍ او اسيا له المپيکي شوراګانو سره اړيکې ټينګې کړي.
د افغانستان د شنا ملي فدارسيون مشر سيد احسان الدين طاهري له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل چې په دغه فدارسيون کې ١١ لامبو وهونکي چې درې يې مېرمنې دي، غړيتوب لري او ټول د اړيکو پر بنسټ انتصاب شوي دي، سره له دې چې د افغانستان په استازوالۍ نړيوالو سياليو ته استول شوي، خو تر اوسه هېڅ کومه لاسته راوړنه نه لري.
د شنا فدارسيون د لامبو ورزش د زده کوونکو لپاره د زياتو حوضونو نشتوالى يوه جدي ستونزه وبلله او ويې ويل: ((درې ښځينه لامبو وهونکې لرو، خو د ښځو لپاره د ځانګړو حوضونو د نشتوالي په سبب له لامبو کولو محرومې دي او پرمختګ يې نه ده کړې.))
هغه وويل فدارسيون هڅه کوي چې د ښځينه لامبو وهونکو لپاره مناسب ځاى برابر کړي، څو هغوى د اسلامي هېوادونو د زده کوونکو په څېر په اسلامي لباس او تمرين سره د افغانستان په استازولۍ په نړيوالو او سيمه ييزو سياليو کې ګډون وکړي.
د شنا فدارسيون په داسې حال کې د امکاناتو او د دې څانګې د ورزشکارانو لپاره د حوضونو پر نشتوالي اندېښنه څرګندوي چې په کابل او ولايتونو د لسګونو خصوصي حوضونو او لامبو ځايونو په جوړېدو سره لامبو د ځوانانو پر يوه سالمه بوختيا اوښتې ده.
اوسمهال په هېواد کې شاوخوا ٣٠ د لامبو خصوصي حوضونه شته چې له دې ډلې يې څه باندې ٢٠ په کابل کې فعال دي، خو سره له دې چې ګڼې ښځې هم له دې ورزش سره لېوالتيا لري، بيا هم په افغانستان کې د ښځو لپاره کوم ځانګړى حوض نه دى جوړ شوى.
د شنا فدراسيون د پخوانيو چارواکو کمزوري
طاهري د دغه فدارسيون د پخوانيو چارواکو له کمزورۍ او په معياري ډول د زده کوونکو له نه روزلو شکايت وکړ او ویې ويل: ((د دې ادارې پخوانيو چارواکو نه يواځې چې د زده کوونکو د ودې لپاره هېڅ خدمت نه دى کړى، بلکې د لامبو د تمرين لپاره يې کوم حوض هم نه دى جوړ کړى.))
د ده په خبره چې پخوا د بدني روزنې، کابل ښاروالۍ او چاپېريال ادارې له خوا د لسګونو حوضونو جوازونه صادر شوي، خو په وينا يې: ((د فدارسيون پخواني چارواکي کمزوري وو، له خپلو دندو او مسووليتونو يې بشپړه خبرتيا نه درلوده.))
طاهري زياته کړه چې د دغه فدارسيون ورزشکاران د کمزوري مديريت، پيسو، د بدنې روزنې او المپيک ملي کمېټې د ملاتړ او همکاري نشتوالي په سبب نه دي توانېدلي چې په نړيوالو سياليو کې ګډون وکړي.
هغه وويل: ((که چېرې د بدني روزنې رياست او المپيک ملي کمېټې چارواکي يو له بل سره په ګډه کار نه شي کولى، بايد استعفا ورکړي چې د هېواد ورزشکارانو او ورزش ته زيان ونه رسېږي.))
د مسوولو بنسټونو همکاري نه کول
د شنا فدراسيون مشر د دولت د بدني روزنې او المپيک ملي کمېټې د چارواکو پر نه همکارۍ سخته نيوکه وکړه او ويې ويل چې لامبو يو خپلواک ورزش دى، خو تر اوسه يې د ورزشکارانو د ودې او هڅونې په برخه کې له فدراسيون سره هېڅ ډول همکاري نه ده شوې.
هغه زياته کړه: ((څو ځلي مو د بدني روزنې او المپيک ملي کمېټې دروازې ټک ټک کړې، څو خپلې ستونزې ورسره شريکې کړو، خو له بده مرغه چې حاضر نه شول، حتى زموږ ستونزې هم وانه ورېدلې، موږ له دولت، د المپيک ملي کمېټې او بدنې روزنې له چارواکو غواړو چې له خپلواکو فدراسيونونو سره چې په افغانستان کې نړيواله استازولي کوي، همکاري او ملاتړ وکړي.))
طاهري زياته کړه چې په هېواد کې د ورزشي چارواکو تر منځ د اختلافاتو شتون د هېواد ورزش ګوښه کړى، همدا اوس ورزشکاران د مخکنۍ پېژندنې پر بنسټ سياليو ته لېږل کېږي چې دغه کار له ورزشکارانو سره جفا او د هېواد ورزش ته ستر زيان دى.
هغه په ډاګه کړه: ((د افغانستان د شنا فدارسيون د فوټبال په څېر خپلواک دى، بايد د دولت، المپيک کمېټې او بدنې روزنې ادارې ملاتړ ولري، خو له بده مرغه چې د شنا فدارسيون هېر شوى دى.))
طاهري د دې ورزشي څانګې ورزشکارانو ته د عصريې په نه ورکولو هم نيوکه وکړه او ویې ويل چې عصريه د يوه ورزشکار حق دى، خو ورزشکاران يې له اخيستلو محروم دي.
هغه زياته کړه چې د ملاتړ او همکاري د نشتوالي په سبب يې په تېرو پنځو مياشتو کې پنځه سيمه ييزې او نړيوالې سيالۍ، روزنيز کورسونه له لاسه ورکړي، که چېرته دې فدراسيون ته پاملرنه ونه شي، دوى به په نړيوالو سياليو کې چې په نږدې راتلونکي کې به ترسره شي، ګډون ونه شي کولى.
د فدراسيون راتلونکي پروګرامونه
د شنا فدارسيون مشر د لامبو په برخه کې د ښځو ظرفيت لوړول، په ښوونځي کې د شنا د زده کړو همغږي کول، د کورسونو جوړول، د مجربو ښوونکو ګومارل، د شنا حوضونو ته جواز ورکول، د خدمتونو وړاندې کول او حفظ الصحه ددې فدارسيون له نورو پروګرامونو وبلل او وويل چې د عمل يکېدو لپاره يې مالي او تخنيکي مرستو ته اړتيا لري.
نوموړي وويل چې فدراسيون هوډ لري، څو د کابل، کندهار، ننګرهار، هرات او بلخ زونونو کې د د ورزشکارانو د هڅ،نې او اتلان د ټاکنې په موخه د شنا سيالۍ تر سره کړي، خو د امکاناتو او ملاتړ نشتوالي له امله نه دي توانېدلي چې دغه سيالۍ تر سره کړي.
دا په داسې حال کې ده چې له دوو کلونو راهيسې د المپيک ملي کمېټې د مشرۍ په اړه جنجالونه او اختلافات ددې سبب شوي چې د افغانستان ورزش ناوړه وضعيت ولري.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










