منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۵۶ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

افغان غرختونکي د يخ ښويېدنې په نړيوالو لوبو کې ګډون کوي

· ۲ دقیقې لوستل · ۵۵ کتنې

کابل (پژواک، ٢ وږى ٩٥): د افغانستان د غرختنې ملي ټيم درې ورزش کوونکي، د يخ ښويېدنې لوبې او غرختنې نړيوالو سياليو کې د ګډون په موخه د ايران اردبيل ښار ته ولاړل.

ټاکل شوې چې د يخ ښويېدنې برخې نړيوالې سيالۍ چې د غرختنې يوه برخه ده، د افغانستان په ګډون د نړۍ د ٤٨ هېوادونو تر منځ د وږي مياشتې له څلورمې تر نهمې نېټې پورې د ايران په اردبيل ښار کې ترسره شي.

د هېواد د غره ختنې فدراسيون مرستياله او د يادو دريو کسانو له ډلې يوه ورزشکاره صديقه ميار نورستاني ايران ته له تللو وړاندې خبريالانو ته وويل، چې د هېواد د غرختنې ملي ټيم دوه نور غړي مقصود حميدي او اکرام حکيم زاده له هغې سره په يادو نړيوالو سياليو کې ايران ته ملګري دي.

نوموړې د ورزشکارانو له پوره چمتووالي ډاډ ورکړ او زياته يې کړه چې په يادو سياليو کې ګډون او د يخ پر دېوالونو پورته کېدل؛ د افغان غرختونکو او ورزش کوونکو لپاره ښه فرصت برابروي.

د هغې په وينا، ټاکل شوې چې په اردبيل کې د سياليو له پيل کېدو وړاندې د غرختنې د قوانينو او په دغه ښار کې د وزرشکارانو د ظرفيت لوړولو په برخه کې يو علمي سيمينار ترسره شي.

نورستانۍ چې له دې وړاندې د ايټاليا د الپ غره څوکه فتح کړې او پر غره ختنه کې لومړنۍ افغانه ده، خو له دې سر ټکوي چې په افغانستان کې يادې برخې ته هېڅ پاملرنه نه ده شوې.

د يادې درې کسيزې ډلې يوه بل لوبغاړي اکرام حکيم زاده وويل: "دا لومړى ځل دى چې غر ختنې او يخ ښوويدنې په برخه کې له هېواده بهر سيالۍ کې ګډون کوو. د ډېرې خوشالۍ ځاى دى چې افغان لوبغاړي د نړۍ د ٤٨ هېوادونو په ډله کې حضور پيدا کوي."

حکيم زاده وويل چې د هېواد د لوبغاړو ياد درې کسيز ټيم له غوره چمتووالي برخمن دى او هڅه کوي چې د هېواد لپاره ډېرې لاسته راوړنې ولري.

د المپيک ملي کمېټې سکرتر جنرال محمود حنيف په نننۍ خبري ناسته کې وويل: "ډاډ لرم چې افغان ورزشکاران به خپل هېواد ته په يادو سياليو کې ښې لاسته راوړنې ولري."

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول لوبې