منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۵۶ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

افغانستان د کرکټ اسيايي شورا بشپړ غړيتوب ترلاسه کړ

· ۳ دقیقې لوستل · ۵۹ کتنې

کابل (پژواک، ٣ وږى ٩٥): د افغانستان کرکټ بورډ ادارې د کرکټ د اسيايي شورا بشپړ غړيتوب ترلاسه کړ.

سربېره پر دې د دې ادارې اجرائيه رييس د کرکټ اسيايي شورا د اجرائيه کمېټې غړيتوب هم ترلاسه کړی دی.

د افغانستان د کرکټ بورډ عمومي رييس نسيم الله دانش له اجرائيوي رييس شفيق الله ستانکزي سره يو ځاى د وږي په ٣مه د کابل د کرکټ په نړيوال لوبغالي کې د يادو لاسته راوړنو په اړه د يوې خبري غونډې په ترڅ کې معلومات ورکړل.

د افغانستان کرکټ بورډ اجرائيوي رييس د اسيايي شورا په وروستۍ غونډه کې چې په سريلانکا کې جوړه شوې وه، ګډون وکړ او تېره ورځ هېواد ته راستون شوى دى.

نسيم الله دانش وويل چې د لومړي ځل لپاره د کرکټ اسيايي شورا له خوا افغانستان ته  بشپړ غړيتوب ورکړل شو.

نوموړي زياته کړه، همدا راز د افغانستان د کرکټ بورډ اجرائيوي رييس د اسيايي شورا د اجرائيه کمېټې غړيتوب هم ترلاسه کړ چې پخوا نه و.

د هغه په وينا ، د اسيايي شورا په اجرائيه غونډه کې مهمې پرېکړې کېږي چې د غړيتوب په اخیستو سره به افغانستان په کې فعال رول ولوبوي.

د کرکټ بورډ عمومي رييس وويل چې په سريلانکا کې د يادې غونډې په ترڅ کې اجرائيوي رييس شفيق الله ستانکزي د بنګله دېش کرکټ ادارې له مسوولينو سره د يو لړ سياليو په اړه ګټورې خبرې کړې دي.

دانش وویل چې د اسيايي شورا په غونډه کې يې د ګډون پر مهال يې ګډونوالو ته د افغانستان د کرکټ د لاسته راوړنو او پرمختګونو په اړه معلومات ورکړل.

هغه زياته کړه چې د بنګله دېش له مسوولينو  سره يې  د سياليو لړۍ په هکله خبرې کړې دي چې ډېر ژر به يې اعلان کړي.

د ستانکزي په وينا، راتلونکی کال به د سعودي، مالديف، بحرين او قطر په غوښتنه، د دوی لوبډلې به کابل ته راځي او دلته په کابل نړيوال کرکټ لوبغالي کې لوبې کوي.

اجراييوي رييس وويل چې د کرکټ نړيوالې شورا څلورو غړو هېوادونو هند، پاکستان، سريلانکا او بنګله دېش به د افغانستان د بشپړ غړيتوب لپاره پوره هلې ځلې کوي.

نوموړي زياته کړه، اسيايي شورا د افغانستان له کرکټ بورد څخه هيله وکړه چې د الکوزي ـ کابل نړيوال کرکټ لوبغالى ورته د لوبو لپاره ورکړي چې  د سعودي، مالديف، بحرين او قطر لوبډلې په کې لوبې ترسره کړي.

ستانکزى وايي چې د افغانستان کرکټ بورډ د هغوى د دې غوښتنې  هرکلی وکړ او راتلونکی کال به په لويه کچه د دې لوبو لپاره پرېکړه وشي.

نوموړي دا هم وويل چې د يادو هېوادونو ملي لوبډلې به په کابل کې د افغانستان له ٢٣ کلنۍ څخه کم عمره لوبغاړو له لوبډلې سره لوبې کوي.

د کرکټ د چارو څارونکى او د لوبې مجلې مسوول مدير رحيم ګل څاروان د اسيايي شورا د بشپړ غړيتوب ترلاسه کول، لويه لاسته راوړنه بولي.

هغه پژواک ته وويل چې د نورو بهرنيو هېوادونو لوبډلو له راتګ سره به په هېواد کې د کرکټ لوبه نوره هم وده وکړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول لوبې