تالقان (پژواک، ٣ وږى ٩٥): د تخار د هزار سمُچ ولسوالۍ اوسېدونکي د لارو د خرابوالي له امله نه شي کولاى خپل ناروغان پر وخت روغتون ته ورسوي، له دې امله ځیني ناروغان يې په لاره کې ژوند له لاسه ورکوي.
د یادې ولسوالۍ د شورقودوق کلي اوسېدونکی شیراحمد چې له کلي یې د ولسوالۍ تر مرکزه پنځه ساعته پلى مزل دى، پژواک ته وويل: ((په خرو باندې خپل ناروغان د ولسوالۍ روغتیايي مرکز ته رسوو، پنځه ساعته مزل کوو، لارې هم خرابې دي، ډری ناروغان مو په لارو ژوند له لاسه ورکوي، روغتیايي مرکز ډېر لرې دی.))
د یادې ولسوالۍ د پُست مغل سیمې اوسېدونکي شبیراحمد پژواک ته وويل چې په ژمي او دوبي کې یې مېرمنې او ماشومان پر ګڼو موسمي ناروغیو اخته کېږي او د لارې د لرې والي له کبله یې څوک روغتیايي مرکز ته نه بیايي.
نوموړی وايي چې د دوی کلیوال تر څو ډېر مجبور نه شي، خپل ناروغان روغتیايي مرکز ته نه بیايي.
دی وايي: ((زما کوچنى زوى ناروغ شو، لاره مو د ولسوالۍ له روغتیايي مرکز سره ډېره لرې ده او څو ورځې مې ډاکټر ته ور نه ووست، کله چې ناروغي یې سخته شوه چې د ولسوالۍ کلینيک ته مې يووړ، ډاکټرانو اول تالقانو او له هغه ځایه یې کابل ته واستولم، نږدې وو چې زوی مې له منځه ولاړ شي.))
د هزار سمُچ ولسوالۍ اوسېدونکي له دولته غواړي چې په دې ولسوالۍ کې یو بل روغتیايي مرکز هم جوړ کړي چې د خلکو ستونزې پرې هوارې شي.
په همدې مهال بیا د هزار سمُچ ولسوال بصیر بېگ پژواک ته وويل چې د دې ولسوالۍ کلي له یو بل او له مرکز څخه ډېر لرې پراته دي.
بیگ وايي چې د هزارسمُچ ډېری کلي د ولسوالۍ له مرکزه له دوو تر پنځو ساعتونو پورې لرې دي او خواره واره پراته دي چې روغتیايي مرکز ته د ناروغانو په رسولو کې ځايي اوسېدونکي له ګڼو ستونزو سره مخ کېږي.
نوموړی وايي: ((د سړکونو نشتوالی یا خرابوالی او روغتیایي خدمتونو ته د خلکو نه لاسرسی تر ټولو عمده ستونزې دي، کلي له یو بل څخه لرې دي، له یوه کلي بل کلي ته دوه تر پنځه ساعته پاى پياده لار ده.))
ولسوال وايي چې دوی څو ځلې د خلکو ستونزې د تخار له سیمه ییز حکومت سره شریکې کړې خو په خبره یې چې تر اوسه په دې اړه کوم ګام نه دی پورته شوی.
دی وايي چې که په دې ولسوالۍ کې یو بل روغتیايي مرکز جوړ شي، د خلکو ۹۰ سلنه ستونزې به هوارې شي.
د افغانستان لپاره د مرستې او پرختیا موسسه (ADA) چې د تخار ټول روغتیايي مرکزونو ته مالي او درملیز امکانات ورکوي وايي چې دوى په هزار سمُچ ولسوالۍ کې يو روغتيايي مرکز لري چې تر ٣٠ کسانو پورې روغتيايي خدمات وړاندې کولاى شي.
د یادې موسسې مشر، ډاکټر ولي محمد راسخ پژواک ته وويل چې دوی نور امکانات نه لري چې په دې ولسوالۍ کې بل روغتیايي مرکز جوړ کړي.
نوموړی وايي: ((په هزار سمُچ کې شته روغتیايي مرکز ځایي اوسېدونکو ته بسنه کوي، د مراجعینو له نظره بېخي برابر دی، خو سیمې ډېرې تیت او پرک دي او د دې توان لري چې دلته بل کلینیک جوړ کړي او امکانات یې هم نشته.))
دی وايي چې د ګرځنده کلينیکونو د جوړولو امکانات هم نه لري.
دغه راز د تخار د عامې روغتيا رييس ډاکټر حفیظ الله ساپی مني چې د یادې ولسوالۍ ډېر شمېر اوسېدونکي روغتیايي مرکز ته نه شي رسېدای او په دې برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
خو هغه وويل چې د يادې ستونزې د حل په موخه به يو بل روغتيايي مرکز هم په دې ولسوالۍ کې جوړ شي.
دی وايي: ((د پرله پسې غوښتنو له کبله د عامې روغتیا وزارت د هزارسمُچ د اوسېدونکوغوښتنې ومنلې او بودجه یې منظوره کړې او په نږدې راتلونکي کې به د ځایي اوسېدونکو په خوښه ځای ورته و ټاکو او د روغتیايي مرکز د جوړولو چارې به پیل کړو.))
هزار سمُچ مرکز تالقانو ته نزدې او وړه ولسوالۍ ده چې ۲۹ کلي او ۱۶ زره کسان په کې اوسېږي او د دې ولسوالۍ ۹۰ سلنه ځمکه للمي ده او خلک د څښاک اوبو له کمښت سره هم مخ دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










