هرات ښار (پژواک، ٣ وږى ٩٥): د هرات ولايت روغتيايي چارواکي وايي چې په تېرو اتو مياشتو کې په دغه ولايت کې د اېډز يا (HIV) لس مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
د هرات د عامې روغتيا دارې د مقاربتي ناروغيو د کنټرول څانګې چارواکي وايي چې د ايډز ناروغۍ د تشخيص شرايطو رامنځته کېدل او د همدې ناروغ د خطرونو په اړه عامه پوهاوى، په هرات کې د دې ناروغۍ د ناروغانو د ډېرېدو سبب شوي.
د چارواکو په خبره د (HIV) کنټرول د ملي پروګرام له پيل نه تر ٢٠٠٣ کال پورې په هرات کې تر اوسه پورې د ايډز ٢١٠ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
د يادې څانګې مشر ډاکټر ممحد عارف شهرام پژواک خبرى اژانس ته وويل چې د اېډز دغه ثبت شوي لس موارد چې اوس اوس يې په مرکز کې ثبت شوي، ٧ نارينه او درې ښځې پرې مبتلا دي.
شهرام زياته کړه چې د رسنيو له لارې د عامه پوهاوي پروګرامونو ډېرېدل، د اېډز (HIV) په اړه ملا امامانو او ښوونځيو ته د معلوماتو وړاندې کول د دې سبب شوي چې د هرات زيات اوسېدونکي د مقاربتي ناروغيو د کنټرول مرکز ته مراجعه وکړي او ايډز په ناروغۍ د اخته کېدو يا نه اخته کېدو په اړه خبر شي.
که څه هم د اېډز ناروغۍ زيات ناروغان پر نشه يي توکو روږدي دي، خو شهرام وويل: ((په هېواد کې تازه ارزونې ښيي چې اېډز ناروغي (HIV) د عامو خلکو په منځ کې مخ پر لوړېدو ده.))
سره له دې چې تر اوسه پورې د اېډز ناروغۍ بشپړه درملنه نه ده کشف شوې، خو ډاکټر شهرام وايي چې تشخصي او درملنه يې کولى شي چې ناروغان له ژر مړه کېدو وژغوي.
نوموړي زياته کړه چې اېډز ناروغي د ګډو ستنو کارولو، جنستي نږدېوالي، د وينې او د هغه مور د شيدو له لارې چې په اېډز اخته وي، روغو کسانو ته لېږدول کېږي.
عزيز رضايي او سيد مهدي د هرات هغه دوه ځوانان دي چې د ګډې ستنې (پيچکارۍ) کارونې په سبب پر اېډيز اخته شوي دي.
عزيز رضايي پژواک ته وويل: ((په ايران کې په يوه ودانۍ کې ساتونکى وم، د کار مالک راته په خوړو او شيدو کې ترياک را کول او په ترياکو له روږدېدنې وروسته مې هيرويينو ته مخه کړه، راته ويل يې که پېچکاري وکړم ښه کېږم، ما هم پيکارۍ وکارولې او په اېډز يې روږدى کړم."
سید مهدي هم وویل: ((له خپل ملګري چې پر اېډز مبتلا و، نه وم خبر، حتى په دې هم نه پوهېدم چې اېډز څه وي او فکر مې کاوه چې کومه اسانه ناروغي ده، په يوه ګولۍ به ښه شم، له ګډې ستنې مو کار واخيست او په اېډز اخته شوم.))
د هرات د عامې روغتيا رياست د مقاربتي ناروغيو د کنټرول څانګې چارواکي وايي چې تېر زېږديز کال يې په دغه ولايت کې د اېډز ٣٣ موارد ثبت کړي وو چې شپږ ښځې، يو ماشوم او پاتې نور يې نارينه وو.
د هرات د عامې روغتيا رياست د چارواکو په خبره، د بدن د پنځوس سلنه وزن بايلل، له يوې مياشت زيات اسهال او تبه د اېډز له سترو نښو شمېرل کېږي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










