منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۵۷ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

افغانستان راتلونکې میاشت له بنګله دیش سره د کرکټ درې نړیوالې لوبې کوي

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۴ کتنې

کابل (پژواک، ۷ وږی ۹۵): ټاکل شوې ده، چې راتلونکې میاشت افغانستان له بنګله  دیش سره د کرکټ درې یوه ورځنۍ نړیوالې لوبې ترسره شي.

د افغانستان کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک د وږي په ۷مه، پژواک  خبري اژانس ته وویل، چې ددواړو هیوادونو د کرکټ مسوولینو ترمنځ ددې سیالیو تنظیمولو په موخه له ډیرې مودې راهیسې خبرې روانې وې.

هغه زیاته کړه، چې تر خبرو اترو وروسته ددواړو هیوادونو د کرکټ ادارې په دې هوکړه وکړه، چې به راتلونکې ستمبر میاشت کې د بنګله دیش په کوربه توب د کرکټ یو ورځنۍ نړیوالې لوبې ترسره کړي.

هوتک وایي، چې ددواړو هیوادونو د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ به لومړۍ لوبه د ۲۰۱۶ کال د ستمبر په ۲۵مه، دویمه په ۲۸مه او دریمه به داکتوبر په لومړۍ نیټه، د بنګله دیش په میرپور ښار کې ترسره شي.

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس نسیم الله دانش ټولو هیوادوالو ته د دغه سریز برابرولو په موخه مبارکي ووییله او د بنګله دیش کرکټ بورډ څخه یی مننه وکړه چی یادو لوبو لپاره یی خپله هوکړه پرځای کړه.

هغه زیاته کړه، چې ملي لوبډلې لپاره به د  پوره چمتوالي زمینه برابروي ترڅو په دغو نړیوالو لوبو کې د بشپړ غړي هیواد پروړاندې د تل په څیر هیوادوالو ته خوښۍ ورپه برخه کړي.

 د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي ریس شفیق الله ستانکزي هم د بنګله دیش له کرکټ بورډ څخه مننه وکړه، چی دې فرصت لپاره یی خپلې هر اړخیزې همکارۍ ونه سپمولې.

 ستانکزي زیاته کړه ، تر دې وړاندې افغانستان د نړۍ ستر هیوادونه مات کړي او په ډیر چمتوالي سره به افغان ملي لوبډله دغو سیالیو کې ګډون وکړي.

دیادونې وړ ده، چې افغانستان د کرکټ د  لومړۍ درجې هیواد بنګله دیش ته په یوه ورځنۍ لوبه کې ماتې ورکړه او د بشپړغړیتوب لرونکي هیواد  پر وړاندې یې دا لومړی بریا وه.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول لوبې