منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۰۵ غ.م
۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

“د افغانستان څلوېښت سلنه وګړي روغتيايي خدمتونو ته لاس رسى نه لري”

· ۵ دقیقې لوستل · ۶۹ کتنې

 کابل ښار(پژواک، ٧ وږى ٩٥): د روغتيا وزارت وايي چې ډېر ژر به د درملو او خوراکي توکو د کيفيت کنټرول په موخه يو لابرتوار او ٣٧٠ جامع روغتيايي مرکزونه جوړ کړي، خو لا هم د افغانستان څلوېښت سلنه وګړي روغتيايي خدمتونو ته لاس رسى نه لري، بې کيفيته درمل را واردېږي او ګڼ درملتونونه له فارمسېسټ پرته فعاليت کوي.

د مشرانو جرګې د عامه سوکالۍ کمېيسيون مشر نثار احمد حارث چې نن يې په کابل کې (( د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو څرنګوالى، ننګونې او حل لارې)) تر نوم لاندې ناسته کې وويل، په روغتيايي سکترو کې د بدلونونو سربېره لا هم ګڼ شمېر خلک روغتيايي خدمتونو ته لاس رسى نه لري او په ګڼو درملتونونو کې درمل د غير مسوولو کسانو او حتى ماشومانو له لوري پلورل کېږي.

 د هغه په خبره،  ياد شوي کمېسيون د څېړنو پرمهال موندلې چې د کابل د ګاونډيو ولايتونو په ډېرو درملتونونو او د کابل ښار په ځينو درملتونونو کې  بې کيفيته او تاريخ تېري درمل وړاندې کېږي.

نوموړي د هېواد په ګڼو سيمو کې نسايي – ولادي کلينيکونو نشتوالي ته په اشارې سره زياته کړه چې اوسمهال يو شمېر ډاکټران له جواز پرته په روغتيايي برخه کې کار کوي.

 حارث زياته کړه چې د هېواد په ډېرو خصوصي روغتونونو کې بهرني ډاکټران فعاليت لري چې تحصيلي اسناد يې نه دي څېړل شوي.

د غوره حکومتوالۍ او اصلاحاتو په برخه کې د لسمشر ځانګړي استازي احمد ضياء مسعود په دې غونډې کې وويل:((تر څو چې يو ملت غوره روغتيا ونه لري، له ستونزو د تېرېدو وړتيا به پيدا نه کړي، روغتيا د ښوونې او روزنې تر څنګ د لومړيتوبونو يوه برخه ده چې بايد لاس رسى ورته وشي.))

نوموړي هم وويل چې په تېرو ١٤ کلونو کې د روغتيايي سکتور په برخه کې مثبت بدلونونه څرګند شوي، خو بيا هم روغتيايي ستونزې د خلکو ژوند ګواښي، ځکه چې د هېواد په ځينو سيمو کې روغتيايي مرکزونه نشته.

مسعود په هېواد کې روغتيايي خدمتونو ته د خلکو کم لاس رسي، په بازارونو کې د بې کيفيته خوراکي توکو او درملو شتون، د ميندو د مړينې د کچې لوړ والى او اداري فساد ته په اشارې سره وويل:((هغه درمل چې هېواد کې وړاندې کېږي، ددې پر ځاى چې د ناروغ د وضعيت ښه کېدو لامل شي، نورې بېلابېلې ناروغۍ ترې پيدا کېږي.))

 نوموړي د عامې روغتيا وزارت له چارواکو وغوښتل چې د روغتيا سکتور برخه کې د پانګونې لپاره زمينه مساعده کړي، څو هر کال له هېواده بهر درملنې لپاره  د يو ميليارد ډالرو د ټولو مخنيوى وشي.

د غوره حکومتوالۍ او اصلاحاتو په برخه کې د ولسمشر فوق العاده استازي وويل چې د روغتيا سکتور په برخه کې د پانګونې په برخه کې سوداګرو، کورنيو او بهرنيو متشبثينو چمتو والى ښودلى دى.

 نوموړي زياته کړه چې اوسمهال په هېواد کې مجرب ډاکټران شته، خو په هېواد کې نوې ټکنالوجي او با کيفيته درملو ته اړتيا ليدل کېږي.

د مشرانو جرګې دويم مرستيال انجنيرحسيب الله کليمزي چې په دې ناسته کې يې ګډون درلود، د جرګې د عامه سوکالۍ کمېسيون د نظر پخلى وکړ او وويل:(( تر څو چې د اداري فساد پر وړاندې مبارزه ونه شي او له حاکم نه تر خادم پورې له اداري فساد را بهر نه شي، روغتيايي خدمتونه په سمه بڼه نه شي وړاندې کېدلى.))

د عامې روغتيا وزير ډاکټر فيروزالدين فيروز په نننۍ ناسته کې وويل:((په روغتيايي سکتور کې ستونزې شته، خو د تېر په پرتله بدلونونه راغلي، اوسمهال ٦٠ سلنه خلک روغتيايي خدمتونو ته لاس رسى لري.))

د عامې روغتيا وزارت چارواکي وايي چې شاوخوا ١٤ کاله وړاندې د افغانستان ٩ سلنه خلکو روغتيايي خدمتونو ته لاس رسى درلود.

د عامې روغتيا د وزير په خبره، دهغو ٤٠ سلنې خلکو لپاره چې روغتيايي اسانتياوو ته لاس رسى نه لري، په راتلونکو شپږو مياشتو د هېواد په بېلابېلو سيمو کې روغتيايي خدمتونو ته د لاس رسي پراختيا په موخه ٣٧٠ جامع روغتيايي کلينيکونه جوړېږي.

 نوموړي په دې اړه جزييات وړاندې نه کړل.

په جامع روغتيايي مرکز کې چې د محدودو ناروغانو لپاره داخل بستر روغتيايي خدمتونه او لابراتوار لري، کولى شي چې د ځينو اختلاطاتو درملنه وکړي، د ماشومتوب دورې ناروغيو، ملاريا، رواني او معلولو ناروغانو لپاره روغتيايي خدمات ولري.

فيروز وويل چې اوسمهال په روغتيايي برخه کې د هر افغان په سر په کلني ډول پنځه ډالر بوديجه په پام کې نيول شوې، خو دا شمېره د سيمې هېوادونو کې د کس په سر ٢٥ ډالره ده.

د هغه په خبره، دا وزارت په خپلو شته امکاناتو سره نه شي کولى چې خپلو هېوادوالو ته موثر خدمتونه وړاندې کړي.

نوموړي په هېواد کې د شته بې کيفيته درملو په اړه وويل چې په دې ولايت کې موجودو موازې ادارو ستونزې جوړې کړې دي.

خو نوموړي څرګنده کړه چې دا ستونزه  به د هغه لابرتوار په فعالولو سره لري کړي چې په نږدې راتلونکي کې په کابل کې د بې کيفيته خوراکي توکو او درملو د کنټرول لپاره ګټه اخيستلو ته سپارل کېږي.

 نوموړي دغه لابراتوار په سيمه کې بې بېلګې وباله او ويې ويل چې په راتلونکي کې به د هېواد په سرحدي ولايتونو کې هم دا ټول لابراتوارونه جوړ کړي.

د روغتيا وزير په هېواد کې د شخصي روغتونونو په اړه وويل چې اوسمهال يواځې په کابل ښار کې ١٢٨ روغتونونه فعاليت لري چې تل تر څار لاندې دي.

خو هغه وويل:((تر څو چې قانون پلى نه شي، د فساد پر وړاندې بنسټيزه مبارزه ونه شي او کار اهل کار ته ونه سپارل شي، نو روغتيايي خدمتونه نه شي وړاندې کېدلى.))

 فيروز د درملتونونو په اړه وويل چې اوسمهال  په ټول هېواد کې شاوخوا ١٤ زره درملتونونه شته چې څلور زره يې فارمسېسټ لري او پاتې نور يې له فارمسېسټ پرته فعاليت کوي.

د هغه په خبره، دا چې يادو درملتونونو د فعاليت جواز تر لاسه کړى، د روغتيا وزارت نه شي کولى چې فعاليت يې ودروي، خو هڅه کوي چې له درېيو تر څلورو راتلونکو کلونو پورې ټول درملتونونه لږ تر لږه يو فارمسېسټ ولري.

دا په داسې حال کې ده چې پژواک خبري اژانس په ١٣٩٢ لمريز کال کې (( افغانان د ورغتيا په برخه کې له سختو ننګونو سره مخ دي)) تر نامه لاندې څېړنيز راپور خپور کړ. دغه راپور څرګندوي چې د هېواد په کچه ٤١٢٠فارمسېسټ او مرستيال فارمسېسټ لري، خو ٢ ١٢٤٦ درمتلونونو ته د جواز فعاليت ورکړل شوى او فعاليت لري.

دا په داسې حال کې ده چې د مقررې پر بنسټ، په لومړۍ درجه درملتونونو کې بايد د يوه  فارمسېسټ ترڅنګ يو مرستيال فارمسېسټ هم څار وکړي، په دويمه درجه درمتلونونو کې يو تن فارمسېسټ ګومارل کېږي، خو په درېيمه درجه درملتونونو کې د يوه مرستيال فارمسېسټ شتون حتمي دى.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا