منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۱۳ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په بدخشان کې بهرني وسله وال د واکسين د پلي کېدو مخنيوى کوي

· ۲ دقیقې لوستل · ۶۸ کتنې
آرشیف
آرشیف

 فيض اباد(پژواک، ٧ وږى ٩٥): د بدخشان ولايت په ٢٨ ولسواليو کې د پوليو واکسين خزاني کمپاين په داسې حال کې پيل شو چې ددې ولايت په نا امنو ولسواليو کې يو شمېر بهرني وسله وال ماشومانو ته د واکسين د ورکولو مخنيوى کوي.

د بدخشان دعامې روغتيا رياست د کتلوي معافيت مشر سيد فاروق نصر وويل چې د پوليو د خزاني کمپاين لومړى پړاو نن  د درېيو ورځو لپاره ددې ولايت په ٢٨ ولسواليو کې پيل شو.

 خو هغه زياته کړه چې په نا امنو سيمو لکه د جرم ولسوالۍ خستک او راغستان ولسوالۍ کې د دولت وسله وال مخالفين په ځانګړي ډول بهرني جګړه مار ددې اجازه نه ورکوي چې ماشومانو ته ګوزڼ ضد واکسين ورکړل شي.

هغه وويل چې د جرم ولسوالۍ په خستک کلي کې د بهرنيو جګړه مارو ٢٠ کورنۍ ژوند کوي، خو له دې وېرې چې تعقيب نه شي، اجازه نه ورکوي چې په ولسوالۍ کې ماشومانو ته ګوزڼ ضد واکسين ورکړل شي او يواځې په راغستان ولسوالۍ کې په پسرلني کمپاين کې ٢٠ زره ماشومان د ګوزڼ ضد واکسين له پلي کېدو پاتې وو.

د بدخشان د عامې روغتيا د کتلوي معافيت امر زياته کړه:((موږ د کمپاين په درېيمه او څلورمه ورځ هڅه کوو چې د سپين ږيرو او ځايي مخورو له لارې له وسله والو مخالفينو سره اړيکه ونيسو، څو اجازه راکړي چې د پوليو کمپاين رضاکاران د هغوى سيمو ته سفر وکړي او تر پنځه کلونو عمر لرونکو ماشوماتو ته د ګوزن ضد واکسين ورکړي.))

هغه زياته کړه چې په بدخشان کې له پنځو کلونو ټيټ عمر لرونکي  ٢٢٤ زره ماشومان شته چې دې ډلې يې ١٨٠ زره کسانو ته د شبکورۍ ناروغۍ د مخنيوي لپاره د ويټامين اې کپسول هم ورکول کېږي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا