Language

په سوېل کې تر دې مهاله د ماشومانو د ګوزڼ دوه پېښې ثبت شوې دي

کندهار (پژواک، ٧ وږى ٩٥): په کندهار کې د ماشومانو د ګوزڼ ضد واکسيناسيون درې ورځنى کمپاين پيل شو، چې په ترڅ کې به يې په ښار او ولسواليو کې شاوخوا ٥٠٠زره ماشومان واکسين کړل شي.

د پوليو يا د ماشومانو د ګوزڼ ضد واکسيناسيون دغه پړاو داسې مهال پلى کېږي، چې تر دې مهاله په سوېل کې د ماشومانو د ګوزڼ دوې پېښې (يوه د کندهار په شاوليکوټ او دويمه د هلمند په نوزاد ولسوالۍ کې) ثبت شوې دي.

بل خوا چارواکي وايي، د ولسواليو يو شمېر مشران او ان ولسوالان د واکسيناسيون په چارو کې لاسوهنې کوي، چې د عامې روغتيا رياست پر کارونو يې ناسم اغېز کړى دى.

د کندهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر احمد الله فيضي پژواک خبري اژانس ته وويل، په دې ولايت کې د تېر په پرتله د ماشومانو د ګوزڼ پېښې کمې شوې او تر دې مهاله ورسره يواځې دوه پېښې ثبت شوې دي.

هغه زياته کړه، د ماشومانو د ګوزڼ يوه پېښه د کندهار په شاوليکوټ او بله د هلمند په نوزاد ولسوالۍ کې ثبت شوې ده.

نوموړي له خلکو، ديني عالمانو، مخورو او ولسوالانو وغوښتل چې د واکسين په کمپاين کې ورسره همکاري وکړي او خپل ماشومان له دې خطرناکې ناروغۍ وژغوري.

خو نوموړي نيوکه وکړه، د دې پر ځاى چې ځينې ولسوالان او قومي مشران د واکسيناسيون په کمپاين کې مرسته وکړي، دوى ته ستونزې جوړوي او غوښتنه ورڅخه کوي چې د دوى کسان دې په دندو وګومارل شي.

خو ده وويل چې تېره ورځ يې په همدې اړه د ولسواليو له ولسوالانو او قومي مشرانو سره د همغږۍ غونډه لرله، څو هغوى دې ته وهڅوي چې د واکسيناسيون او نورو روغتيايي خدماتو د وړاندې کولو په برخه کې همکاري وکړي، نه دا چې ستونزې جوړې کړي.

د کندهار مرستيال والي عبدالعلي شمسي هم دغه راز کسانو ته خبردارى ورکوي چې هېڅ قومي مشر او دولتي چارواکي نه شي کولاى د واکسيناسيون په کړنلاره کې مداخله وکړي، بلکې د هغوى دنده دا ده چې دغه بهير وڅاري او د ستونزو په حل کې مرسته وکړي.

هغه له ولسوالانو وغوښتل چې په هره ولسوالۍ کې دې رضاکار ټيمونه جوړ کړي، څو په دې توګه ولس هم د عامې روغتيا رياست له ټيمونو سره يو ځاى د ماشومانو د ګوزڼ پر ضد کار وکړي.

هغه يادونه وکړه چې د نړۍ په کچه اوسمهال يواځې په افغانستان او پاکستان کې د ماشومانو د ګوزڼ ناروغي شته، چې هېواد ته هم له پاکستان رالېږدېدلې ده.

نوموړي ټينګار وکړ چې ولايتي اداره د پوليو مخنيوي ته ژمنه ده او هېچا ته اجازه نه ورکوي، چې د واکسيناسيون په کمپاين کې د اړيکو له مخې کسان په دندو وګوماري.

login or register a new account.

Related Topics