منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۵۷ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

دوو افغان ورزشکارانو د ځوانانو موى تاى نړيوالو سياليو پايلوبې ته لار ومومنده

· ۲ دقیقې لوستل · ۸۴ کتنې

کابل ښار (پژواک، ٨ وږى ٩٥): د هېواد د موى تاى ملي لوبډلې دوه ورزشکاران وتوانېدل چې خپل سيالان مات کړي او د ځوانانو د موى تاى نړيوالو سياليو پاى لوبې ته لار ومومي.

دغه سيالۍ د روان زېږديز کال د اګسټ په ٢٤مه نېټه، د ٥٤ هېوادونو په شتون کې د ټايلنډ په بانکوک ښار کې پيل شوې او د ٢٠١٦ کال د سپټمبر تر لومړۍ نېټې به روانې وي.

د هېواد د موى تاى ملي فدارسيون په خبرپاڼه کې چې نن پژواک خبري اژانس ته استول شوې، راغلي چې د موتاى ملي لوبډلې دغه دوه ورزشکاران زهرا رضايي او علي سهراب احمدي نومېږي.

خبرپاڼه زياتوي چې زهرا رضايي په ٤٨ کيلوګرامه وزن کې په دوو برياوو سره د ځوانانو موى تاى نړيوالو سياليو فاينل ته لار ومونده.

خبرپاڼې زياته کړې چې زهرا رضايي چې د هېواد د موى تاى ملي فدارسيون يواځينى ښځينه لوبغاړې ده، د ځوانانو په نړيوالو سياليو کې يې د پيرو او اوکراين له هېوادونو خپلو پياوړو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره پاى لوبو ته لار ومونده.

د مو تاى ملي لوبډلې دغه ورزشکار په فاينل لوبه کې خپل له ټايلنډي سيال سره پايلوبې ته راځي.

د مو تاى ملي فدارسيون د معلوماتو له مخې، د موى تاى ملي لوبډلې بل غړى علي سهراب احمدي هم خپل عراقي سيال ته ماته ورکړه او ددې سياليو پايلوبې ته يې لاره پيدا کړه.

ټاکل شوې چې نن ( د اګسټ ٢٩مه) به سهراب احمدي د سياليو پايلوبې ته د لار موندلو په موخه  په ٤٥ کيلوګرامه سيالۍ کې له خپل بلجيمي سيال سره مخامخ شي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې ددې سياليو په ترڅ کې احمد حسين زاده د خپل ازبکستاني سيال پر وړاندې له بريا سره په خپله دويمه سيالي کې په يوه ستومانه لوبه کې له خپل ټايلنډي سيال ماته وخوړه او له سياليو ووت.

همايون رضايي او علي جان نورزى هم په يوه بريا سره د سياليو په دويمه ورځ د خپلو سنګاپوري او ازبکي سيالانو لخوا ماته وخوړه او د سياليو له دوام سره يې مخه ښه وکړه.

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول لوبې