کابل ښار (پژواک، ٩ وږى ٩٥): د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق (يونيسف) ٣٠ امبولانسونه چې ټوليز ارزښت يې شاوخوا يو ميليون ډالره کېږي، نن د افغانستان عامې روغتيا وزارت ته وسپارل.
د عامې روغتيا وزير ډاکټر فېروزالدين فېروز نن د يادو امبولانسونو د تسليمۍ په مراسمو کې وويل چې له دغو وسايطو به د کابل په ګډون د شپاړسو ولايتونو په روغتيايي مرکزونو کې استفاده وشي.
نوموړي له افغانستان سره د روغتيا په برخه کې د يونيسف سازمان له مرستې د مننې تر څنګ زياته کړه: "نن موږ شاهدان يوو چې ٣٠ عرادې امبولانسونه د هېواد ١٦ ولايتونو ته وېشو."
د هېواد د عامې روغتيا ياد لوړپوړي چارواکي زياته کړه چې د هر امبولانس موټر بيه شاوخوا ٣٢ زره امريکايي ډالره ده چې د يونسيف سازمان له لوري پېرل شوي دي.
د نوموړي په وينا، په عادلانه ډول د امبولانسو وېش لپاره، دا وسايط لومړى د هېواد لرې پرتو او محرومو ولايتونو چې د امبولانسونو شمېر يې محدود او يا يې نه لري، ور سپارل کېږي؛ څو ناروغان په بېړه روغتيايي کلينيکونو ته ولېږدوي.
نوموړي وويل: "دا امبولانسونه موږ سره مرسته کوي څو ډېرو کسانو په ځانګړې توګه د لرې پرتو سيمو اوسېدونکو لپاره روغتيايي خدمتونه برابر کړو."
هغه د دغه مطلب په څرګندولو سره چې د ناروغ لېږد سيستم د ناروغ ژوند وضعيت باندې مهم اغېز لري، زياته يې کړه، څومره چې ناروغ د جګړې له سيمې او يا په نورو نارغيو اخته ناروغ ژر او په سمه توګه ولېږدول شي، هومره يې د ژوندي پاتې کېدو چانس زياتېږي.
فېروز د خپلو خبرو په دوام يادونه وکړه چې تر راتلونکې يوې مياشتې پورې به سعودي عربستان د افغانستان روغتيايي سکتور ته ٣٢ عرادې امبولانسونه وسپاري.
نوموړي وويل چې عامې روغتيا وزارت د سلو امبولانسونو د پېرلو طرحه د ملي تدارکاتو کمېسيون ته سپارلې ده، څو د کابل امبولانس له تجربو څخه په ټول هېواد کې ګټه پورته شي.
د عامې روغتيا د معلوماتو له مخې، دا امبولانسونه روغتيايي مرکزونو لکه؛ کابل ولايت کې د سروبي روغتون او د خواجه مسافر روغتيايي مرکز، د زابل، خوست، پکتيا، دايکندي، لوګر او فراه ولايتي روغتونونو، تورغونډۍ روغتون او هرات کې د چشت شريف روغتيايي مرکز، پنجشېر کې د جامع روغتيايي مرکز او روخې ولسوالۍ روغتون، لغمان کې د سرخکاڼو روغتيايي مرکز، د کاپيسا کې د نجراب ولسوالۍ روغتون، پروان کې د سالنګ ولسوالۍ روغتون، تخار کې د اشکمش جامع روغتيايي مرکز، سرپل کې د ګوسفندي جامع روغتيايي مرکز، جوزجان کې د قرقين جامع روغتيايي مرکز، بغلان کې د دواب جامع روغتيايي مرکز او د بدخشان کشم ولسوالۍ ته ورکول کېږي.
د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د وجهي صندوق (UNICEF) د روغتيا برخې مشر ډاکټر شېرين وارکي (Dr. Sherin Varkey) وويل چې د کور او روغتيايي اسانتياوو مرکز ترمنځ واټن کې د کافي ترانسپورت نشتون، ددې سبب ګرځي چې ميندې او ماشومان د جدي پايلو سره مخ کړي کوم چې بېړني مراقبت ته اړتيا لري.
نوموړي زياته کړه، دا ٣٠ عرادې امبولانسونه چې د نړيوالې ټولنې پر مرستو افغانستان لپاره اخيستل شوي دي، دا مرسته به وکړي څو د هېواد لرې پرتو سيمو کې بېړنۍ روغتيايي مرستې ورسول شي.
د نوموړي په وينا، دا امبولانسونه به د ميندو او ماشومانو د مړينې ګراف راکمولو کې د پام وړ نقش ولوبوي؛ خو لا هم اړتيا شته چې د افغانستان زياتو سيمو کې ميندو او ماشومانو ته روغتيايي اسانتياوې برابرې شي.
په ورته وخت کې، ولسي جرګه کې د خلکو استازي مخدوم محب الله فرقاني چې يادو مراسموکې يې شتون درلود؛ په داسې حال کې د افغانستان په ټولو ولايتونو کې د ورته روغتيايي خدمتونه غوښتنه وکړه او ويې ويل چې لرې پرتو محرومو ولايتونو ته دې لومړيتوب ورکړل شي.
د خلکو ياد استازي وويل: "د هېواد لرې پرتو ولايتونو کې ددې ترڅنګ چې سم روغتيايي خدمتونه نه وړاندې کېږي، امبولانس موټرونه هم شتون نه لري، ځينې مېندوارې مېرمنې له خپلو ماشومانو سره تلف کېږي."
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










