کابل ښار (پژواک، ٩ وږى ٩٥): کابل ښار کې د تاريخ تېرو او بې کيفيته غيرالکولي مشروباتو پلور، په داسې حال کې زيات شوى دى چې د روغتيايي چارومتخصصينو په وينا، له دې نوشابو څخه ګټه اخيستل په سرطان او نورو خطرناکو مزمنو ناروغيو د اخته کېدو لامل ګرځي.
کابل ښاريان وايي، د هوا په تودېدو سره، د کابل ښار په بېلابېلو برخو کې د انرژي لرونکو او ګازدارو مشروباتو لاس پلورونکي زيات شوي دي او دا مشروبات په معمولي ډول په لاسي کراچيو کې له خپلو اصلي نرخونو څخه په کمه بيه پلورل کېږي.
د يادو مشروباتو د پلور ځايونه پل خشتي، ليسه مريم، کوټه سنګي، د ځينو ښوونځيو او روغتونونو مخې دي، ځينې خلک د دې مشروباتو د کمې بيې له امله، پرته له دې چې نېټې او کيفيت ته يې پام شي، ترې ګټه اخلي.
د کابل ښار اوسېدونکى قيس عزيزي د تاريخ تېرو خوراکي توکو او غيرالکولي مشروباتو د پلور زياتوالي په اړه اندېښنه وښوده.
نوموړي وويل، د ښار په زياتو ګڼو سيمو کې تاريخ تېر او بې کيفيته غيرالکولي مشروبات، لبنيات، بسکېټونه تر سترګوکېږي چې د ٥٠ افغانيو کوک، جوس او فانتا په ٢٠ افغانيو، د ٣٠ افغانيو بسکېټ په لس او ١٥ افغانيو، د ٢٠ افغانيو يو پاکټ شيدې په ١٠ افغانيو، د ٥٠ افغانيو قيماق په ٢٠ افغانيو او د ٢٥ افغانيو پنېر په ١٥ افغانيو پلورل کېږي.
نوموړي د دې مطلب په څرګندولو سره چې بې کيفيته غيرالکولي مشروبات او خوراکي توکي د بېلابېلو ناروغيو لامل ګرځي، وويل چې د يادو تاريخ تېرو مشروباتو او خوراکي توکو راغونډول د عامې روغتيا وزارت دنده ده، خو له بده مرغه په دې برخه کې پاملرنه نه ده شوې.
د کابل اوسېدونکى قربانعلي چې د کابل ښار د فروشګاه په سيمه کې د خوراکي توکو هټۍ لري، پژواک خبري اژانس ته يې وويل چې تاريخ تېر غيرالکولي مشروبات او خوراکي توکي د کراچيو په سر پلورل کېږي، د ټيټ نرخ له امله زيات پېرودونکي لري.
نوموړي زياته کړه، د يو پاکټ کيفيت لرونکو شېدو بيه په دوکان کې ٢٠ افغانۍ ده؛ خو لاس پلورونکي يې د نه کيفيت درلودو او تېر تاريخ له امله په ١٠ افغانۍ خرڅوي.
د خوراکي توکو ياد پلورونکي د دې موضوع په څرګندولو سره چې په کمه بيه د تاريخ تېرو موادو پلور، د هټيوالو په کار هم منفي اغېز غورځولى دى، وويل: "هټيوال دولت ته ماليه ورکوي او د هټيو کرايه ورکوي؛ خو لاس پلورونکي له کرايي او ماليې پرته پوليسو ته څو افغانۍ ورکوي او پر کراچيو باندې د سړک پر مخ بې کيفيته توکي خرڅوي."
قدوس چې پر لاسي کراچۍ د "هم نوش" جوس څو بستې د پلور لپاره ايښي، پژواک ته وويل چې د دې جوس يو پاکټ په هټيو کې ١٠٠ افغانۍ پلورل کېږي؛ خو د ټيټ کيفيت له امله هغه په ٢٠ افغانيو پلوري.
قدوس د دې خبرې په کولو سره چې له خپل کار څخه خوښ نه دى او د شرم احساس کوي، زياته يې کړه: "زه وزګار يم، زياتې پيسې هم نه لرم چې د عزت کار پيل کړم، تاسو ووايئ، زه څه وکړم، که کار پيدا کړم، همدا شېبه کراچۍ ودروم."
هغه زياته کړه چې لومړيو ورځو کې يې کيفيت لرونکې نوشابې خرڅولې، خو دا چې نورو بې کيفيته توکي په ارزانه بيه پلورل، هېچا به ترې نه اخيستل؛ نو ځکه هغه هم اړ شو چې بې کيفيته او تاريخ تېر غيرالکولي مشروبات خرڅ کړي.
نوموړي له دولت څخه غوښتنه وکړه چې ځوانانو ته دې د کار موکه برابره کړي، څو هغوى د بې کيفيته او تاريخ تېرو خوراکي توکو له پلور څخه لاس په سر شي.
پژواک خبريال وويل چې ځينو لاس پلورونکو په توند چلند سره و نه غوښتل چې پر کراچيو يې د تاريخ تېرو نوشابو او لبنياتو عکسونه واخيستل شي.
د پژواک خبريال په وينا، يو شمېر نورو لاس پلورونکو د کمرې او خبريال په ليدو، پر خپلو توکو ټوکر خپور کړ او سيمه يې پرېښوده.
د يادو پلورونکو له ډلې يو تن چې د کابل ښار پل خشتي جومات مخې ته د خپلې لاسي کراچۍ پرمخ د Every day شيدو کارتنونه اېښي دي او په لوړ غږ له خلکو غواړي چې له دې ليلام څخه ګټه واخلي، پژواک ته وويل، که پوليسو ته حق ور نه کړي، کار نه شي کولى.
دې خرڅوونکي د چا نوم وا نه خيست او نور جزئيات يې هم ور نه کړل؛ خو په ورته وخت کې يو شمېر نورو لاس پلورونکو هم دا ادعا تاييد کړه.
خو د کابل ١٠١ اسمايي زون وياند بصير مجاهد له پژواک سره په مرکه کې دا ادعاوې رد کړې.
نوموړي وويل چې تر اوسه په دې اړه کومې حوزې او يا امنيه قوماندانۍ ته رسمي شکايت نه دى رسېدلى، د پوليسو يو منسوب هم دا حق نه لري چې د کراچيو له خاوندانو څخه پيسې واخلي.
د تاريخ تېرو او بې کيفيته نوشابو زيانونه:
د وهاج خصوصي روغتون مشر او روغتيايي کارپوه ډاکټر محمد هاشم وهاج، تاريخ تېر خوراکي توکي او غيرالکولي مشروبات او نور توکي چې لمر وړانګو ته اېښودل کېږي، مضر وبلل او ويې ويل، له دې ډول خوراکي توکو څخه ګټه اخيستل د بېلابېلو دوامداره ناروغيو لامل ګرځي.
دى وايي: "له تاريخ تېرو خوراکي توکو او غيرالکولي مشروباتو څخه ګټه اخيستل د سرطان پر ناروغۍ د اخته کېدو تر څنګ پر خطرناکو او مزمنو ناروغيو لکه معدې، زړه، هضمې او کولمو سيستم او ځوانانو کې د زړه سکتې او نجونو کې د سينې سرطان او داسې نورو ناروغيو لامل ګرځي."
وهاج، د دې مطلب په بيان سره چې د زړه ناروغۍ له ٣٠ کلنۍ وروسته او د سينې سرطان له ٤٠ کلنۍ وروسته رامنځ ته کېږي، وويل چې له بده مرغه په دې وروستيو کې د تاريخ تېرو او بې کيفيته توکو نه د استفادې له امله، ځينې ځوانان د زړه له سکتې او يو شمېر نجونې د سينې سرطان په ناروغۍ اخته شوې دي.
دې روغتيايي کارپوه، هېواد کې د بې کيفيته مشروباتو د توليد او پلور په اړه اندېښنه وښوده او ويې ويل چې يو شمېر زياتې انرژۍ په دې نوم چې د عامې روغتيا وزارت څخه تصديق پاڼه په لاس کې لري، د ټلويزيون په پرده اعلانېږي؛ په داسې حال کې چې يوه يې هم د عامې روغتيا تصديق نه لري.
نوموړي، د دې مطلب په څرګندولو سره چې له بده مرغه هېوادوالو کې د توليد او پاى ته رسېدو نېټې ليدلو فرهنګ نشته، له خلکو څخه يې وغوښتل چې د خوراکي توکو او غيرالکولي مشروباتو د توليد او پاى تاريخ دې وګوري او د اړتيا وړ خوراکي توکي دې له اعتبار وړ پلورنځيو څخه ترلاسه کړي.
وهاج وويل: "کله چې هېوادوال هټۍ ته دننه کېږي او يو نوشابه اخلي، پرته له دې چې نېټه يې وګوري، سر يې پرانېزي او څښې يې چې دا کار ځان ته زيان رسول دي."
نوموړي زياته کړه، که د بې کيفيته خوړو او نوشابو مخه و نيول شي، ٥٠ سلنه د مړينې کچه راټيټېږي.
د مسوولينو اقدمات:
د کابل ښاروالۍ د چاپېريال ساتنې مشر ډاکټر محمد ادريس توخي کابل ښار کې تاريخ تېر خوراکي توکي او غيرالکولي مشروبات تاييد کړل او ويې ويل، د روان کال له پيل څخه يې تر اوسه ٤٨ ټنه تاريخ تېر او بې کيفيته خوراکي توکي او نوشابې تر راغونډېدو وروسته سوځولي او ٢٨ ټنه نور هم ترلاسه شوي او سوځولو ته چمتو دي.
هغه ، د دې مطلب په بيان سره چې د تېر په پرتله تاريخ تېر توکي لږ شوي دي، زياته کړه چې له پروګرام او مهالوېش سره سم، د کابل ښار د ٢٢ ناحيو هټۍ کنټرولېږي چې تاريخ تېر او بې کيفيته توکي راغونډوي او بيا يې سوځوي.
نوموړي وويل، د خوراکي توکو په برخه کې يې څلور کسان فعاليت کوي، خو دا يې هم زياته کړه: "په دې لږ شمېر پرسونل ناشونې ده چې د کابل ښار شپږ ميليونه کسان او ٣٠٠زره هټۍ کنټرول شي؛ خو په شته امکاناتو يې يو اندازه کار کړى دى.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










